!ښځو نړیواله ورځ دي ټولو افغان مېرمنو ته مبارک وي
واحد فقیري
هر کال د مارچ اتم تاریخ د ښځو د نړيوالي ورځ په مناسبت لمانځل کېږي. د دې ورځي تاریخ د امریکا د نیویارک ښار سوسیالستي جریان ته رسېږي. په ۱۹۰۸ کي، د امریکا سوسیالست پارټۍ د لومړی ځل لپاره د ښځو ورځ ولمانځله، او وروسته د ښځو د ورځي لمانځل کرار کرار په نورو صنعتي هیوادونو کي شروع سول. او بالاخره په ۱۹۷۵ کي، ملګرو ملتونو د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ تصویب کړه.
د ښځو د حقه حقوقو لپاره مبارزات د تاریخ له ابتدا څخه راشروع سوي دي، او د تاریخ تر انتها پوري به دوام ولري. د ښځو د حقه حقوقو لپاره مبارزه د بشر د حقوقو لپاره مبازره ده، او دا دواړه د یو بل سره اورګانیک رابطه لري.
په تاریخ کي، هیڅ داسي ملک نسته چي پرته د ښځو له فعالي او مساوي ونډي څخه دي پرمختګ کړی وي، او افغانستان به هم تر هغه وخته پوري مادي او معنوي پرمختګ و نه کړي تر څو د افغان با شهامته او سپېڅلي مېرمني د خپل وطن په بیا آبادولو کي پوره او مساوي ونډه وا نه خلي.
دا هم باید په زغرده یاده سي چي د ښځو د حقه حقوقو په اعاده کولو کي د افغانانو ایمج خراب دی. په بل عبارت، په افغان ټولنه کي د ښځو سره انساني او مساوي سلوک نه کېږي. په بازار او کلي کي ښځو ته لازم احترام نه کېږي. او د ژوند په نورو ساحو کي هم د ښځو حقه حقوقو پایماله کېږي.
البته د ښځو حقه حقوق هله اعاده کېدلای سي چي په وطن کي سرتاسري سوله، عدالت، او آزادي بر قراره سي. یو مشروع، موثر، او خدمتګار حکومت تاسیس سي. د قانون حاکمیت حاکم سي. د زورواکانو او مافیا قدرت ختم سي. کار اهل کار ته وسپارل سي. او بالاخره، د ښځو د حقوقو سره تشریفاتي او سیاسي چلن و نه سي.
څرنګه چي اوس افغانستان په جنګ کي دی، نو لهذا نه یوازي د ښځو حقوق په دوامداره توګه پایماله کېږي، بلکي د ټولو افغانانو حقوق او آزادي تباه کېږي. نو لهذا، اول باید د سولي او امن غم وخوړل سي.
په همدې لړ کي، د قطر د سولي په روانو خبرو کي د افغان مېرمنو نه شتون یوه څرګنده کمبودي ده. د دې کمبودي د ډکولو لپاره ښه او عادلانه اقدام دا دی چي د جنګ دواړي خواوي یو شمېر بانفوذه افغان مېرمني ور دعوت کړي، او د هغوی نظریات او مفکور په غور واوري، او د نهايي پرېکړي په متن کي یې ځای کړي.
ځکه لدې دوامداره جنګ څخه تر بل هر چا افغان مېرمنو زیات زیانونه لیدلي دي، نو لهذا د هغوی ږغ او مطالبې باید د سولي په نهايي فیصلې کي درج سي، او بارز ځای ورکړه سي.