خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په افغانستان کې د ښوونځیو د سوزولوعوامل

ګل آغا احمدي وردګ

د یو شمیر نورو ناخوالو سربیره په دې وروستیو کلونو کې افغانستان د داسې یوې ناولې پدیدې سره مخ شوی دی چې د ښوونځیو د سوزولو، تړلو او ورانولو په شکل کې رامنځته کیږي چې هیڅ راز توجیه نه لري او د تیرو څو کلونو په موده کې د ټولو هیواد په سطح د ۹۵۷۲ ښوونڅیو څخه  نږدې ۶۶۸  ښوونځۍ سوزول شوې، نړیدلې، په بمونو الوزول شوې، غیرفعالې دي او یا یې دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې دي. دغه کار د هیواد په ګوټ ګوټ کې رامنځته شوی چې د هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، نیمروز، غزني، لوګر،پکتیا، پکتیکا، فراه او داسې نور ولایتونه د یادونې وړ دي او د دې ناوړه عمل مسوولیت د دولت مخالفو وسله هم تراوسه په رسمي توګه نه دی منلی. دا چې د دې کار د رامنځته کیدو سببونه څه دي په دې لیکنه کې کوښښ شوی دی چې هغه ته ځواب و میندل شي.

لومړی: تاوتریخوالی او د اسلام له مبارک دین څخه ناخبري

په ډیر تاسف سره باید ووایو چې زموږ د هیواد د خلکو او وسله والو ډلو تر منځ د زیاتره مسایلو او لانجو حل د تورې، ټوپک او جګړې په سیوره کې لیدل کیږي. جګړه مار لوري فکر کوي چې په هره وړه او لویه مسئله کې باید وسلې ته لاس واچول شي، تاوتریخوالی پیدا شي او د تشدد په وسیله مسایل حل شي په داسې حال کې چې د مختلفو اطرافو تر منځ د اختلافاتو د حل غوره لاره خبرې اترې، جرګې، مرکې او مذاکرات دي. نو کله چې جګړه پیښږي  نو د یوه هیواد د معنوي ارزښتونو سره سره د نوموړي هیواد هر اړخیزې زیربناوې هم له منځه وړي لکه چې موږ یې په خپل هیواد کې په وینو.

بله خبره دا ده چې نوموړی کار د هغه ناپوهۍ له کبله تر سره کیږي چې د اسلام دمبارک دین، د یوې ټولنې د هر اړخیز پرمختګ په لاره کې د ښوونځۍ، پوهې او علم له اهمیت څخه پرې یو شمیر وګړي ناخبره او په ډیره بې پروایۍ سره دغه شوم عمل ته لاس اچوي. که چیرې د اسلام د مبارک دین د ستر پیغمبر یوازې دغه یوه حدیث شریف ته ځیر شو چې زده کړه د اسلامي امت په هر نارینه او ښځینه وګړي فرض ده نو سړي ته جوتیږي چې علم، ښوونه، پوهه او ښوونځۍ د اسلام د مبارک دین په وړاندې د څه ډول عالي مقام څخه برخمنه ده او هغه کسان چې دغه شوم عمل ته لاس اچوي نو آیا د اسلام د مبارک دین له حقیقي روح څخه خبر دي؟ بل دا چې علم او پوهه د یوې ټولنې د پرمختګ تر ټولو ستر عامل دی که فرضا د نړۍ په سطح ټول مادي امکانات د یوې ټولنې په واک کې وي خو چې ښوونځۍ، علم او پوهه و نه لري نو په ارزښت به یې پوه نه شي او نه به ټولنه د حقیقي پرمختګ په خوا ولاړه شي.

دویم: د پوهنې سره تعصب، کرکه او دښمني

ځینې لوري، افراد او ډلې شته دي چې د پوهې له ډیوو سره په قصدي ډول سخته کرکه او دښمني لري. البته هغه داسې افراد او ډلې دي چې ځینو یې  د افغانستان د حاکم نظام په چوکاټ کې ځانونه ځای په ځای کړي او ځینې نورې یې بیا له حکومت سره د مخالفت په نوم د دغه راز ناوړه افکارو خوریدو ته مټې رانغښتې او د مختلفو روانکارو عملونو په تر سره کولو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې د پوهې هغه خونې ورانوي چې له یوې سترې غمیزې څخه وروسته پرې د علم ډیوې بلې شوې دي.

دغه راز افراد او ډلې فکر کوي چې په هیواد کې د علم په پراختیا سره د دوی ناولو شخصي ګټو ته سخته صدمه رسیږي او دوی بیا نه شي کولای چې په یوه او بل نامه افغانان د خپل هیواد د ورانولو لپاره سوق کړي. بل دا چې د دوی هغه پټې موخې به د ټولو خلکو پرمخ بربنډې شي چې له خپل هیواد او خلکو سره یې لري. دغه کرکه یوازې له هغو کسانو سره نه ده چې همدا اوس یې عملا ټوپک په لاس او هیواد ورانوي بلکي له هغو یو شمیر افرادو او ډلو سره هم شته ده چې په ښکاره توګه یې د افغانستان په حکومت کې ځای نیولی خو عملا د افغانستان د مادي او معنوي زیربناوو د ورانولو لپاره شپه او ورځ لګیا دي او پټ ورانوونکي اعمال تر سره کوي.

دریم: د هیواد په چارو کې د پردیو ناروا لاسوهنې

د افغانستان په چارو کې د پردیو او په ځانګړې توګه د ځینو ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې، تخریب او ناروا مداخلې څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولای بلکي همدغه پردۍ لاسوهنې وې چې زموږ هیواد یې د یوې داسې سترې غمیزې خیټې ته ور دننه کړی دی چې تر نن ورځې یې سلسله دوام لري. پردۍ لاسوهنې د ۱۳۵۷ د غوايي د کودتا د پیښیدو سره جوخت پيل شوه او کله چې په ۱۳۵۸ د مرغومې په شپږمه نیټه پخواني شوروي اتحاد په هیواد باندې یرغل وکړ نو په هیواد کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د لاسوهنو داسې یوه تنده او توره لړۍ پيل شوه چې تر نن ورځې پورې په یوه او بل نوم ادامه لري. په دې لړ کې د پاکستان حکومت، فوځ، څارګرو شبکو، سیاسي ډلو او دیني ملایانو لاس سره یو کړی چې زموږ د هیواد مادي او معنوي زیربناوې په یوه او بل نوم له منځه یوسي. همدارنګه د ایران په شمول د سیمې نور هیوادونه آن تر عربي نړۍ پورې هم په دې بهیر کې لاس تر زنې ناست نه دي بلکي هر یوه زموږ په هیواد کې د ناروا لاس وهنو لړۍ ته په مختلفو اشکالو دوام ورکړی دی. باید وویل شي چې هرې لاسوهنې په هیواد کې پلویان پیدا کړي دي او نوموړي پلویان غواړي چې زموږ د هیواد سیاسي، نظامي، تعلیمي او هر اړخیز نظام د پردي فکر په شاوخوا را وڅرخوي. هیواد ته دغه ډول وارد شوو افکارو د سیالو ډلو تر منح تضاد منځته راوړی، د افکارو ټکر واقع شوی او زموږ هیواد ته نوموړو لاسوهونو له ورانۍ پرته بل څه نه دي ورکړي چې د ښوونځیو د سوزلو لړۍ هم د دې ورانۍ یوه برخه ګڼلی شو.

څلورم: د دیني او دنیوي زده کړو تر منځ توپير کول

ځینې افراد، حلقې او ډلې فکر کوي چې دیني او عصري پوهه له یو بل څخه جلا ده بلکي په دې آند دي چې د عصري یا دنیوي علم پراختیا د دیني علم د خپریدو د لارې خنډ ګرزي نو له همدې امله له ښوونځۍ، کتاب، ښوونکي او ښوونیزو بنسټونو سره یې سخته کرکه په زړه کې اچولې او د ښوونځیو د روانولو لړۍ یې په افکارو کې تاویږي.

دغه راز خلک له دې څخه ناخبره دي چې د دیني او عصري علم ترمنځ اصلا توپیر نشته بلکي د  اسلامي ارشاداتو څخه علماوو دا خبره په ثبوت رسولې ده چې که پر مسلمانانو باندې دیني علم فرض عین دی نو دنیوي علم فرض کفايي دی . د اسلام د ستر پیغمبر د هغه حدیث شریف په بنسټ سره کوي ژباړ: (علم طلب کړی که څه هم په چین کې وي) اسلامي علما استدلال کوي چې په هغه زمانه کې چې د اسلام پیغمبر دغه خبره کړې وه نو په چین کې مسلمانان نه وو پیدا شوي او نه هم اسلامي بلنه هلته ور رسیدلې وه او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مطلب مسلمانانو ته د دیني زده کړو تر څنګ د عصري علم حاصلول دي.   بل دا چې که چیرې د قرآن کریم د زیاترو آیتونو تفسیر په دقیقه توګه مطالعه شي نو په ډیرو زیاتو آیتونو کې یې انسانانو ته د ځمکې د آبادۍ، د آفاقو د مطالعې او د هراړخیزې پوهې د حاصلولو ته هڅوي. همدارنګه قرآن کریم عالم او بې علمه شخص نه سره برابروي او هغه کسان لوړ ګڼي چې علم لري. نو اصلي خبره دا ده چې اصلا او اساسا د دیني او عصري علم د حاصلولو تر منځ توپیر نشته او نه هم په اسلامي نصوصو کې دغه ډول یوه توپير ته اشاره شوې ده.

 زموږ د ښوونځیو او تعلیم په وړاندې هغه فتواګانې چې په دې لړکې د ګاونډیو هیوادونو د سیاسي ملایانو له خوا صادریږي د نوموړو هیوادونو د استخباراتي کړیو له ورانکارو اعمالو څخه دي چې خپل اولادونه یې د انګلیستان، فرانسې، جرمني، امریکا او پر مختللې نړۍ د نورو هیوادونو په پوهنتونونو کې تحصیل کوي او زما د هیواد د علم سپیرې جونګړې ته د اور اچولو فتواوې ورکوي.

پنځم: د ښوونځۍ په وړاندې  د غلط تصور موجودیت

ځینې ناخبره حلقې، اشخاص او ډلې فکر کوي چې ښوونځۍ، کتاب او ښوونکۍ په هیواد کې د تیرو او روانو ستونزو زیږنده دي او دا ښوونځۍ ده چې مختلف او متضاد فکرونه پکې و زیږیدل، سیاسي ډلې پکې جوړې شوې، د هیواد په چارو کې د پردیو لاسوهنو ته لاره پرانیستل شوه او د هیواد په تاریخ کې ستره غمیزه رامنځته شوه.

دغه راز ناخبره اشخاص، حلقات او ډلې د تاریخ د مطالعې او علم له اهمیت څخه بې برخې دي او د یوه ناروا قضاوت په ترڅ کې ښوونه، علم، ښوونکی او ښوونځۍ متهم کوي. یا دا چې ښه پوهیږي خو خپل ناولي اهداف هغه مهال په عمل کې پلي ویني چې افغانان د پوهې له کاروان څخه وروسته پاتې وي.

د دې خبرې څرګندونه اړینه ده چې ښوونځۍ، پوهنتون او علمي ماحول باید له سیاست، تاوتریخوالي، سیاسي ناندریو او تشدد څخه پاک وساتل شي او هغه څوک ښوونځۍ، پوهنتون، محصل، تنکي زده کوونکي، ښوونکي او علمي ماحول ته د خپلو ناروا سیاسي موخو لپاره مخه کوي چې اصلا په ټولنه کې ځای نه ویني او غواړي چې د پردیو په لمسون زموږ د علمي ماحول په چاپیریال کې ناوړه نفوذ وکړي او هغه له منځه یوسي.

تیر تاریخ ته په مطالعې سره دا حقیقت په ښکاره توګه څرګندیږي چې په هیواد کې د سترې غمیزې د پیښیدو ګناه په  ښوونه او روزنه، ښوونځۍ، ښوونکي، محصل او پوهنتون کې نه وه بلکي په هغو نالایقو اشخاصو، ډلو او ناروا افکارو کې وه چې غوښتل یې زموږ علمي ماحول د پردیو د دسسیو ښکار و ګرزوي. نو له همدې امله ویلای شو چې که ستونزې زیږیدلې، که د هیواد او د ملي ارزښتونو  د پلورلو هڅې شوې او که په هیواد باندې د ناخوالو بلاوې راغلې دي نو د یو شمیر داسې  څیرو له کبله نازلې شوې دي چې د علم، ښوونځۍ او پوهنتون څخه یې ناوړه استفاده کړې ده. بلکي حقیقي علم، ښوونځۍ، پوهنتون، محصل او روغ علمي ماحول د ستونزو د زیږولو په لاره کې هیڅ ډول لاس نه لري او تل د هیواد د پرمختګ سبب شوي دي بل دا چې که چیرې د پرمختللو هیوادونو د ښوونې او روزنې بهیر ته وکتل شي نو هغوی هیڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې د خپل هیواد د ښوونې او زوزنې ډګر د خپلو سیاسي موخو لپاره استعمال کړي.

بل دا چې ځینې ناخبره کسان فکر کوي چې که په ټولنه کې د علم د ډیوو بهیر پیاوړی کیږي نو دوی به د خپل کلي او ولس په منځ کې هغه درواغجن رسوخ له لاسه ورکړي چې همدا اوس یې لري او خلک به یې بیا احترام نه کوي، د موټر مخې ته به یې نه راوزي او لاسونه به یې نه ښکلوي چې دا یو ډیر بد او د جهالت په لومو کې پوښلی فکر دی.

شپږم: د ټولنې په جوړولو کې د ښوونځۍ له اهمیت څخه بې خبري

که موږ تاریخ مطالعه کړو، که موږ یو وارې د تلویزیون په پرده د نړۍ کوم پرمختللي هیواد ته وګورو چې ولې پرمخ تللی او ولې د دریمې نړۍ د هیوادونو زیاتره خلک هلې ځلې کوي چې هلته پناه واخلي؟ نو معلومه به شي چې هغوی د ژوند د نورو ګڼو بریاوو سره یو ځای د علم په وسیله پرمخ تللې، د ښوونې او زوزنې د بهیر د پیاوړتیا له کبله پر مخ  تللي او د ښوونځۍ د اهمیت د پیژندلو له کبله پرمخ تللي دي.

د پوهې د بهیر د پیاوړتیا له کبله لوی خدای (ج) ټولنه د خپلو برکتونو په بې پایانه وړانګو کې را نغاړي، رحمت پرې اوروي او د خپلې پوهې زیرمې یې پر مخ پرانیزي. اوس مهال په زیاتره پرمختللیو هیوادونو کې تر دولسم ټولګي پورې زده کړه په مجاني ډول ده او جبري شکل او اسلام موږ ته د علم د زده کړې حاصلول فرض بللي دي. اوس نو تاسو خپله فکر وکړی چې د علم جونګړې، ښوونځۍ او مدرسې د انسان په ژوند او د پرمختګ په بهیر کې څومره لوی اهمیت لري. ځکه که یو څوک تر دولسم ټولګي پورې زده کړه حاصله کړي بیا نو د خپل هیواد په اړه د ښو او بدو درک کولای شي نو د هغه هیواد موچي ،نلدوان، خټګر، مامور، وزیر او ولسمشر به ټول د علم په ډیوو سمبال وي.

اووم: د هیواد د اساسي زیربناوو د ساتنې په وړاندې بې پروايي

تیرې غمیزې موږ ته دومره لوی لوی مادي او معنوي زیانونه را رسولي دي چې د قیمت د اټکل یې تر دې مهاله چا په بشپړه توګه نه دی کړی خو په دې ټولو زیانونو کې بیا هم زموږ د هیواد حاضر نسل سره د زیاترو افرادو سره د هغه بې تفاوتۍ د فکر پیاوړتیا ده چې د دوست او دښمن په جامه کې دهیواد غلیمانو پر افغانانو باندې تپلی دی چې له خپل هیواد، خلکو، ملي ارزښتونو، مادي او معنوي پانګې د ساتلو په وړاندې یې لري. نوموړی فکر هم د هیواد په داخل او هم له هیواد څخه بهر د مهاجرینو په پنډغالو کې افغانانو ته پیچکاري کیده چې نن ورځ د ساري یو پاکستانی ملا، یو عربي شیخ او یا یو ایرانی آخوند له هغو افغاني اتلانو څخه زیات اهمیت ورته لري چې دا هیواد یې ساتلی او د هیواد د تاریخ په ویاړمن آسمان کې د رڼو ستورو په شان ځلیږي. همدارنګه نوموړې بې تفاوتي د یو شمیر وګړو د ژوند په ټولو چارو حاکمه ده او د خپل هیواد له زیربناوو، تاریخ، تعلیمي بهیر او ښوونځۍ سره په بې پروا توګه کړنې کوي او د ړنګیدو پروا یې نه لري.

آتم: د غلیمانو د ناوړه تبلیغاتو اغیزه

د افغانستان غلیمان آرام او لاس تر زنې ناست نه دي روسان هڅه کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ادامه به هغه فکر له افغانانو څخه واخلي چې د پخواني شوروي د یرغل له امله یې د دې هیواد فرد فرد لري او د انتقام د یوه مناسب فرصت انتظار باسي. پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول ناروا اعمالو سره به هغوی دغه آرمان ته رسیږي چې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت راولي، د ډیورنډ کرښې ته رسمي بڼه ورکړي او د دې هیواد پر مادي او معنوي شتمنیو سربیره د افغان حکومت د چارو جلو په خپل لاس کې ونیسي. همدارنګه د افغانستان نور ګاونډي هیوادونه او غربي نړۍ  هم له خپلې زاویې څخه په دې هیواد کې د خپلو ګټو د حاصلولو په تکل کې دي. چې دې ټولو هلوځلو زموږ د هیواد د خلکو په وړاندې یو لړ تبلغاتو ته لاره پرانیستلې چې تبعا په هیوادوالو منفي او مثبتې اغیزې لري. یو شمیر افغانان چې د پردیو د ناروا تبلغاتو تر اغیزې لاندې راځي نو ډیر ژر عکس العمل ښيي، د وسله وال مخالفت غږ پورته کوي او د ښوونځیو په شمول د هیواد د زیربناوو په ورانولو پیل کوي.

نهم: نشه يي توکي

په هیواد کې د نشه يي توکو کښت، سوداګري او قاچاق د افغانستان خلکو ته یو لړ لویې لویې ستونزې منځته راوړې او د یوې ناولې پدیدې په توګه یې سر را اوچت کړی دی. همدارنګه دغه لویې ستونزې د افغانستان خلکو ته ستر ستر خطرونه او ګواښونه رامنځته کړي او هره لحظه یې ژوند تهدیدوي. د دې ګواښونو په لړ کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره دښمني او د ښوونځیو سوزول تر ټولو لوی ګواښ دی چې د هیواد ځینې برخې ورسره لاس په ګریوان دي.

داسې شک کیږي چې یو شمیر دغه ډول اعمال د پوډرو، چرسو او کوکنارو کاروباریان سر ته رسوي او دوی فکر کوي چې د ښوونځیو، پوهې او علم په پراختیا سره د سیمې خلک د علم په ګاڼه باندې سمبال کیږي،  د نشه توکو له کارو بار څخه لاس اخلي، حکومت پياوړی کیږي او د دوی د ناوړه سوداګرۍ مخه نیول کیږي نو د نړیوالې مافیا سره په ګډه مشوره په افغانستان کې د ښوونځیو په سوزولو لاس پورې کوي.

لسم: په جهل او تورتم کې د افغانانو د ساتلو ناولې هڅه

ځینې هغه اړخونه، اطراف، ډلې او اشخاص چې د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري هڅه کوي چې د ښوونځۍ په سوزولو او د پوهنې د ډیوو په مړه کولو سره به دوی په دې و توانیږي چې د افغانستان خلک د علم له بهیر څخه لرې وساتي او دوی به د خپلو ناولو موخو په سر ته رسولو کې بریالي شي. نو له همدې کبله کوښښ کوي چې په افغانستان کې ښوونځۍ له منځه ولاړې شي او خلک په تورتم کې ژوند وکړي او دغه کار د خودغرضه بهرنیانو د لاسوهنې په ترځ کې ترسره کوي.

یوولسم: لنډمهالو ناروا ګټو ته ترحیح ورکول

ځینې افراد، ډلې ټپلې او اړخونه هڅه کوي چې د ځان لپاره ګټه په لاس راوړي او نوموړې ګټه سیاسي او مادي رنګونه لري. ځینې اطراف د خپلو ناروا سیاسي ګټو د لاسته راوړلو لپاره دغه شوم عمل ته لاس اچوي او د افغانستان تعلیمي بهیر له ګواښونو سره مخ کوي دغه افراد یا خو له حکومت سره په مخامخ جګړو اخته دي او یا هم له داخل څخه  د حکومت بنسټونه یو پر بل پسې ورانوي.

همدارنګه په دې لړ کې یو شمیر تعمیراتي شرکتونو او انجوګانو ته هم ګوته نیول کیږي چې د خپل غیر معیاري کار د پټولو او ناروا ګټو د لاسته راوړلو په موخه دغه شوم عمل ته لاس اچوي او هغه ښوونځۍ سوزوي چې دوی په غیر معیاري ډول جوړې کړې او غواړي چې په دې شوم عمل سره خپل خیانت پټ کړي او پړه یې د دولت په مخالیفینو ور واچوي

دغه ډول افراد، ډلې او شرکتونه فکر نه کوي چې د خيلو لنډمهالو او ناروا ګټو څخه هغه اوږدمهاله ګټه په سلهاوو ځله غوره  ده  چې د هیواد ځوان نسل یې په ښوونځیو کې د زده کړې په وسیله لاسته راوړي.

دولسم: د عصري مدنیت په وړاندې د ناسم فکر موجودیت

د ځینو ځانګړو حلقاتو له خوا داسې تبلیغ کیږي چې ګواکي ښوونڅۍ، پوهنتون او عصري زده کړې د هغه مدنیت زیږنده دي چې عصري نړۍ یې منځته راوړه، پرمختللي هیوادونه یې د خپل ژوند د اساسي بنسټونو د پياوړتیا لپاره په کار وړي او د داسې هیوادونو زیږنده ده چې د اسلامي نړۍ په قلمرو کې قرار نه لري. حقیقت دا دی چې عصري زده کړې د لومړي ځل لپاره اسلامي علماوو په لاره اچولې او باید مسلمانان په داسې زده کړو سمبال وي چې د ژوند په هره برخه کې د خپل هیواد، ټولنې خلکو او ټول بشریت خدمت وکړي. باید وویل شي چې د قرآن کریم او نبوي احادیثو زیاتره ارشادات مسلمانانو ته د خلکو د خدمت او علم د زده کړې لارښوونه کوي. تاریخ جوته کړې ده چې د روغتیا، ساینس، ریاضي او زیاترو عصري علومو په بنسټ ایښودلو کې مسلمانان له نورو اسلامي ټولنو څخه وړاندې وو چې موږ په دې ځای کې د امام ابي حنیفه (رح) فارابي، ابن سینا، ابن خلدون او داسې نورو اسلامي پوهانو نومونه اخیستلای شو چې شمیر یې زرګونو ته رسیږي او د ټول انسانیت لپاره یې نه ستړی کیدونکي خدمات سر ته رسولي او د لومړي ځل لپاره یې عصري ښوونځیو، مدارسو او پوهنتونونو بنسټ په نړۍ کې ایښی دی.

دیارلسم: د یوه ځواکمن افغانستان له موجودیت سره د ځینو ګاونډیانو کرکه

د افغانستان ځینې ګاونډی هیوادونه فکر کوي چې که چیرې افغانستان په خپلو پښو دریږي او د علمي بنسټونو په اساس د یوه داسې نظام خاوند شي چې خودکفا وي نو د دوی تولیدي موادو ته په دې هیواد کې د پلورلو مارکیټ پیدا نه شي او افغانستان به په نړیوالو مجامعو کې له څخه لوی او مخکښ رول لوبوي. چې دغه راز افکار زموږ له هیواد سره ځینې ګاونډي هیوادونه هڅوي چې د افغانستان د کمزوري کولو په موخه زموږ په تعلیمي بهیر حملې وکړي او د خپلو لاسپوڅو په وسیله هغه ته د زیان رسولو هڅې وکړي. همدارنګه دغه ناروا سیالان غواړي چې زموږ هیواد خدای مه کړه تل د دوی په اسارت کې وي او تل دوی ته اړ وي. همدارنګه دغه تخریب کار اړخونه غواړي چې د افغانستان خلک  د نړۍ د نوې تکنالوجۍ او پرمختګونو څخه محروم پاتې وي او دغه هیواد و نه شي کولای چې خپلو زیربناوو ته د علم او پوهې د بنسټونو له مخې سمبالتیا په برخه او یو اغیزمن کاري ځواک ورته و روزي.

د بریښنا فکري موسسه غوره ګڼي چې د ښوونځیو د سوزولو د ناولې پدیدې د مخنیوي لپاره لاندې ګامونه واخیستل شي:

لومړی: دولت او نړیواله ټولنه دې په دې لاره کې خپلې هڅې تر پخوا ګړندۍ کړي او د ښوونځیو د سوزولو د مخنیوي لپاره دې د ټولو شته امکاناتو څخه استفاده وکړي څو د افغان ولس خلک په ډاډه زړه خپل پوهنیز کاروان ته ادامه ورکړي.

دویم: ټول افغانان او بیا په ځانګړي توګه هغه ولسي وګري چې په سیمه کې یې تاوتریخوالی موجود دی دنده لري چې د سیمه ایزې دفاع له مخې چاته اجازه ورنه کړي چې د علم جونګړو ته یې اور واچوي.

دریم: مطبوعات او خبري رسنۍ  دنده لري چې په دې لاره کې  د عامه پوهاوي له لارې یو لړ مسلکي او پراخو تبلیغاتو لاس پورې کړي څو له یوې خوا د موضوع اهمیت بیان شي او له بلې خوا د ملي زیربناوو د ساتلو په لارو چارو غور وشي.

اخځلیک:

  1. د پوهنې وزارت د مقام د ریاست دفتر

Leave a Reply