خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

حکومت:ملامحمد عمر په پاکستان کی مړ سوی دی

د افغانستان حکومت د امريکايي رسنيو هغه راپور په کلکه رد کړى، چې وايي د طالبانو پخوانى مشر ملا عمر په زابل کې اوسېده او هملته مړ سوى دى.

حکومت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يوې هالنډۍ ليکوالې په خپل يوه تازه کتاب کې ادعا کړې چې ملا عمر په زابل ولايت کې د امريکايي ځواکونو د پوځي اډې په پنځه کيلو مترۍ کې له خپلو څو ساتونکو سره اوسېده او هملته مړ سوى دى.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري بیا وایی، چې په زابل کې د امریکایي پوځیانو اډې ته څېرمه د ملا عمر د اوسېدو ادعا له حقیقته لرې ده.

هغه زياته کړې، چي دا له حقیقته لرې ادعا طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده.

چخانسوري وايي، دوی کافي شواهد لري او دا ښيي چې ملا عمر په پاکستان کې ژوند کاوه او هلته مړ سوی دی.

Leave a Reply