کور، کور ته به د امن ږغ رسوو

د سولي ولسي حرکت-PPM غړو نن د ننګرهار د 26 مدني ټولنو له مشرانو او استازو سره مشورتي ناسته وکړه.
د سولي ولسي حرکت غړو هغوی ته د حرکت اړوند معلومات ورکړه او له هغوی ئې وغوښتل چي د افغان سولي او امن له پاره کار وکړي.
همدا راز هغوی ته بلنه ورکړه سوه چي د نوي کال څلورمه ورځ شېرزي لوبغالي ته راسي او د سولي اړوند غونډه کي برخه واخلي.
د ټولنو مسؤلینو او استازو ژمنه وکړه چي د سولي ولسي حرکت هر ږغ ته به انعکاس ورکوي او تر مرګه به د افغان سولي له پاره کار کوي.
#سوله
#PPM