شینواري سولي ته تږي دي
د شینوارو اوسېدونکو د سولي له پاره پنځه کیلومتره پلی تګ وکړ
د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ سلګونو کسانو د سولي او اوربند غوښتلو په خاطر پنځه کیلومتره مزل وکړ.
هغوی د تګ پر مهال موږ مه وژنئ! موږ سوله غواړو! او موږ ژوند کولو ته پرېږدئ شعارونه ورکړل.
دغو اوسېدونکو د جګړې شکېلو اړخونو څخه وغوښتل چي نور باید د ولسونو حوصلې ونه ازمایي.
پر همدې مهال د سولي ولسي حرکت-PPM غړو له هغوی څخه وغوښتل چي نور چوپ مه پاتېږئ!
#سوله
#PPM