خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د شپږ کلنې ماشومې وژونکو ته د سختې سزا ورکولو سپارښتنه

په کابل کې د انسان تښتونکو له لوري د يوې شپږ کلنې نجلۍ وژلو پراخ غبرګونونه پارولي دي. بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې شپږ کلنې ماشومې مهسا وژل کېدل یو وحشاينه عمل بللی او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې امر کړی چې پېښه د قانون له مخې وڅېړي او عاملینو ته یې سختې سزا ورکړي.

بل لور ته د افغانستان لويې څارنوالۍ دا وژنه يو جنايت بللی او وايي، قضیه به له قانون سره سم وڅېړل شي.

په ټولنيزو رسنيو کې د وژل شوې کوچنۍ مهسا خپرو شويو تصويرونو تند غبرګونونه راپورته کړي دي.

د دغې ماشومې د ژوند او مرګ تصويرونه یې یوځای لاس پر لاس کېږي او د مهسا لپاره عدالت غواړو له هشټګ سره د عاملینو لپاره د سزا غوښتنه کېږي.

Leave a Reply