اسټرالیا له هند څخه پينځوس آوریز سیریز هم وګټی

هند له اسټرالیا سره په خپل کورني سټوډیومونو کي د اسټرالیا سره په پينځوس آوریز سیریز کي (۵) لوبي درلودلې، چي دوې هند او درې اسټرالیا وګټلې، چي په دې سره سیریز هم اسټرالیا ۳ پر ۲ وګټی. په دې سیریز کي دواړو لوبډلو دوې دوې لوبي وګټلې، خو پینځمه لوبه اسټرالیا د (۳۵) منډو په توپير وګټل. په آخیري لوبه کي د اسټرالیا له پاره عثمان خواجه (۱۰۰) او (پيټر هېنډزکمب ۵۲) منډي وکړلې، چي هم د داغه لوبي او هم د ټول سیریز غوره لوبغاړی (عثمان خواجه) و ټاکل سو. د یادوني وړ ده، چي د دې سیریز دمخه اسټرالیا له هند څخه شل آوریز سیریز هم وګټی، چي په دواړو کي ئې کفتان ویرات کهولي وو.