د الویرا بوټی
تر زعفرانو ور اخوا د کوکنارو عالي بدیل کېدای شي. دا اصلاً طبي بوټی دی، معمولاً ورڅخه د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ګټه پورته کیږي. ددې بوتي لویه ګټه دا ده چې ډېرو اوبو اړتیا نه لري، وچو سیمو کې یې نتیجه بېخي ښه ده. تر دې وړاندې دا بوټي د ننګرهار، فراه او بادغیس ولایتونو ځینو سیمو کې کرل شوي وه چې پایله یې ښه وه. تر زعفرانو وروسته دا بوټی قیمتي دی. هم د چاپیریال د زیانمنېدو مخه نیسي او د بزګرانو لپاره په اقتصادي لحاظ ښه دی، تکلیف هم ډیر نه غواړي. ښه شوه چې نن یې د ترویج په موخه د کرنې وزارت تړونونه لاسلیک کړل او د هلمند په لشکرګاه کې یې کرکیله پیل شوه.
ـــ
اوس اړتیا دا ده چې د دې بوټي د ترویج لپاره پراخه لابي وشي. د نشه یي توکو کښت و کر/ تولید. استعمال او قاچاق؛ خو د نړۍ پرمخ د دوه پیسو کړي یو، هم یې د افغان حکومت او هم یې د افغان ملت حیثیت تر سوال لاندې راوستی، هم یې زمونږ شاوخوا ۳ میلونه نفوس په تدریجي ډول وژلی او د ټولنې بار دی چې له کبله یې پاتې نفوس ځوریږي، او هم یې د روانې جګړې شاوخوا ۶۰٪ عاید همدې افیونو، چرسو او نور جوړوي ځکه د جګړې دریم فکتور همدغه د مخدره موادو قاچاقبران جوړوي. هدف دا چې د روانې جګړې د اوږدېدو یو لوی علت همدا مخدره توکي دي.
پتيال