د کندهارـ کابل د لويي لاري د سړک بوديجه نه ده منظور سوېد فواید عامې مسولین:
د افغانستان د فوايدي عامې وزارت څه موده وړاندي ويلي وه، چي د اسيا پرمختيايي بانک د کابل – کندهار لويي لاري د سړک د بيا رغولو ژمنه ورسره کړې، خو د کندهار د فوايدي عامې رياست مسولين دغه څرکندوني ردوي او وايي، د دغه سړک د جوړېدو بوديجه نه منظور سوې.
د کندهار د فوايد عامې رئیس انجنير محمد صابر احمدزی وايي، د دغه سړک لپاره ۳۰ ميلیونه بسنه نه کوي او نه هم تر ۲۰۲۰ کاله پوري جوړېدای سي.
دغه لاره د لویو باروړونکو موټرونو او ماينونو له امله ډېره خراب سوې، چي د تګ راتګ پر وخت يې موټرونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
پر ياده لار موټر چلوونکي وايي، د ترافيکي پېښو لامل د دغه لاري خرابوالی دئ، چي له امله يې زرګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چي دغه لاره بيا ورغوي.
تر دې مخکي پر دغه لار تلونکو موټرچلوونکو په وار وار د یادي لاري د تخریب سوو ساحو د رغولو غوښتنه کړې ده، خو لا هم تر اوسه هیڅ کومه پاملرنه نه ده ورته سوې.