افغان صرافانو د اعتراض په توګه خپل ټول فعالیتونه ودرول
د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا د بشپړ امنیت غوښتلو په موخه په ټول هیواد کي صرافي مارکېټونه د اعتصاب په ډول تړلي دي.
وروسته له هغه چي وسلوالو غلو په کابل کي د یوه صراف لور له تښتولو وروسته د پيسو د نه ورکړي له امله ووژل د افغانستان په بیلابیلو سیمو کي دې پيښي د خلګو غبرګونونه راوپارول.
د یادو غبرګونونو په لړ کي د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا د شنبې په ورځ په ټول هیواد کي صرافي مارکېټونه داعتصاب په ډول وتړل.
د کندهار د صرافي ماکېټ مشر حاجي قندي آغا وايي، صرافان پدې وروستیو کي له بیلابیلو امنیتي تهدیدونو سره مخ دي او حکومت دي د صرافانو ساتني ته پام زیات کړي.
دده په خبره دصرافانو د اتحاديې پرېکړه داده چي حکومت دي د مهسا په نوم د وژل سوې کوچنۍ نجلۍ قاتلینو ته په اسلامي اصولو سزا ورکړي.
قندي آغا وايي، یوازي په تیره یوه میاشت کي غلو له صرافانو څخه نژدې لس لکه امریکايي ډالر غلا کړي دي.
دی وايي، تر څو چي حکومت دصرافانو غوښتنو ته مثبت ځوان ونه وايي، صرافي مارکېټونه به د خلګو پر مخ تړلي وي.
پر همدې مهال د کندهار ښاریان د صرافانو دې کار اندیښمن کړي او زیاتوي چی د صرافي مارکیټ په تړلو سره دوی له زیاتوستونزو سره مخ سوی دي.
دوی وايي، دولت باید د صرافانو امنیت ته پام وکړي تر څو عامو کسانو ته ستونزي جوړي نسي.
د صرافانو د کاري اعتصاب تر څنګ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم له افغان حکومته د وژل سوې مهسا نومې نجلۍ قاتلینو ته د اعدام سزا د ورکړي غوښتنه کړې ده.
ډیری وخت هغه کسان چي باید د اعدام سزا ورکړل سي د بشري حقوقونو نړیوال سازمانونه ددې کار مخنیوی کوي.
خو آیا افغان حکومت به د مهسا قاتلینو ته د اعدام سزا ورکړي که یا؟
دا هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړي.