خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په کلب ورلډ کپ کي به (۲۴) کلبونه ګډون کوي

د فوټبال نړیوالي شورا (فیفا) اعلان کړه، چي د (۲۰۲۱)م کال څخه به په کلب ورلډ کپ کي (۲۴) کلبونه ګډون کوي او په هرو (۴) کلونو کي بې لوبي کيږي، په داسي حال کي چي د کلب ورلډ کپ لوبي اوس هر کال د (۷) کلبونو تر مینځ کيږي.
د فیفا سره د دې قرارداد هوکړه د اروپا مشهورو کلبونو (مانچیسټریونایټیډ، ایجاکس، بارسلونا، ریال ماډریډ او پي ایس جي) کړې ده.
د فیفا د رئیس (جیاني اینفانیټو) سره که څه هم ډیرو کلبونو مخالفت ښوولی دئ، خو دی وايي، چي په دې سره به د کلب ورلډ کپ ارزښت ډېر سي.
د یادوني وړ ده، چي تېر درې کلونه ریال ماډریډ پرله پسې کلب ورلډ کپ ګټلی دئ.

Leave a Reply