په کندوز کي دسولي او اوربند لپاره کمپاین تر سره سو
په کندوز کي دسولي پیغام رسیدو په موخه جوړسوي کمپاین کي چي سلګونه تنو مدني فعالانو او عامو خلکو پښکي برخه اخیستې وه تر ډره یې ټینګار پربین الافغاني سوله وو او له طالبانو غوښتل سوي چي د امریکا سربیره دي له افغان حکومت سره هم خبرو ته کښیني. مدني فعالان وايي دجګړې ښکيل اړخونه دي ژر تر ژره دولس غږ ته مثبت ځواب ورکړي او سولي ته دي زړه ښه کړي.
دکندوز اوسیدونکي او مدني فعالان وايي، اوس چي سیمه او نړۍ کي دافغانستان دجګړې د پای او سولي لپاره مهمه ناستي ترسره کیږي طالبان ، افغان حکومت او امریکا باید له دي زیات ولسونه د جګړې اور ته پرې نه ږدي چي قرباني سي .