خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کتاب

یو سړی هوټل ته ورغی، په دې تمه پر چوکۍ کښېنستئ، چي خدمتګار به د خورک مېنو به ورته راوړي؛ ډېر وخت تېر سو، خو څوک معلوم نه سول، سړی نا ارامه سو، طبعه ئې هم خرابه سوه؛ ځکه چي تر ده وروسته د راغلو خلکو مخته د خوړو ډک غابونه پراته ول.
سړي په څنګ کي ناست نفر ته وویل: زه شل دقیقې کېږي دلته ناست یم، هیڅوک پاملرنه نه راته کوي، ستا پنځه دقیقې کېږي چي راغلې، بیا دي مخ ته د خوړو ډک غاب پروت دئ؛ دا څه خبره ده، ددې هوټل خلک د مېلمنو عجیبه عزت کوي!
سړي ورته وویل: دلته “سیلف سرویس” دئ، هر څوک ځان ته خواړه را اخلي، ته هم و هغي خوا ته ورسه هر ډول خواړه پراته دي، څه چي دي خوښ سول، هغه را واخله او پیسې ئې ورکړه.
میلمه پوه سو، ځان ته ئې خواړه را واخیستل، خو کله چي ئې پر مېز کښېښول، ناڅاپه ئې ذهن ته راغله، چي ژوند هم د “سیلف سرویس” په څېر دئ؛ ټولي پېښي، فرصتونه، خوښۍ، غمونه او… زموږ څنګته پراته دي، په داسي حال کي چي موږ پر خپلي چوکۍ ځان ټینګ کړی دئ او همیشه غواړو چي نور دي موږ ته هر څه اماده کړي؛ ډېره اسانه ده، چي خپله حرکت وکړو او هر څنګه چي مو زړه و غواړي، هغسي ژوند پیدا کړو.

ژباړن: قانع