خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مائیک پومپیو:دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو پخپله یوه مرګه هاغه پینځه سترې ستونزې په ډاګه کړي چې دامریکا ملي سلامتۍ ته ګواښونه راولاړولی شي اؤ دپاکستان داټومې پروګرام د ورانګارو لاسونو ته لوئیدل یې هم ددغو ګواښونو یا ستونزو څخه یوه بللې ده.

داتوار په ورځ پخپله دغه تازه مرکه کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ترهګرو ته په خوندي ځالو ورکولو تورن کړو اؤ وئ ویل “مونږ چې دپاکستان په ضد ګوم ګامونه اخستي،هغه تر مونږ وړاندې یو حکومت هم نه وؤ اخستي”

دبهرنیو چارو د وزیر وینا وه چې مونږ د۱۱م ستمبر د بریدونو نه ډير څه زده کړي اؤ په دې لړ کې مو په پاکستان دلا نورو ګامونو اخستلو ډپاره ټینګار کړی دی.

دپاکستان اؤ هند ترمنیځ د اوسني تاؤ تریخوالي په اړوند ښاغلي پومپیو وویل دا تاؤ تریخوالی دپاکستاني سیمې څخه دکیدونکې ترهګرۍ له امله پیل شوی.

هغه وویل پاکستان ته به ددې ترهګرو دمخنیوي دپاره خپل ګامونه نور چټک کول اؤ دترهګرو خوندي ځالې له مینځه وړل وي.

افغانستان کې دسولې په اړوند ددې پوښتنې ځواب کې چې ایا طالبان به دالقاعده په څیر ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ختمې کړي ؟ مائیک پومپیو وویل هغه له اوسه په دې اړوند غوڅه رایې نه شي ورکولی.

هغه وویل امریکا دافغان ستونزې د یو دائمي هواري دپاره کار کوي اؤ غواړي چې دغلته په سیاسي یووالي رامینځته کیدلو امن اؤ سوله ټینګه شي.

نوموړي زیاته کړه افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد څو کرته په دوحه کې طالبانو سره خبرې کړي دي اؤ په دې خبرو کې څه پرمختګ هم شوی دی مونږ” غواړو چې دوه خواوې یو بل سره خبرې وکړي”

هغه وویل صدر ټرمپ دا خبره په ډاګه کړې ده چې هغه دافغانستان اوږده جګړه ختمول غواړي خو ددې جګړې داسې یو هواری غواړي چې بیا د امریکا په ضد دترهګرۍ اندېښنه پاتې نه شي.