د سولي په نوم معامله نه سو منلای
نن په بلخ کي لسګونو فعالانو د یوې غوډي پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند او بین الافغاني خبرو، اترو غوښتنه وکړه.
د فعالانو په وینا، ملت باید یو موټی سي او یو ځل بیا استخباراتو ته وخت ورنه کړي چي د افغانانو په برخلیک لوبي وکړي.
د غونډي پر مهال د سولي ولسي حرکت-PPM استازي حیات خان حبیبي وویل، د ولسي ځواک له پاره تر ټولو باوري ادرس PPM دی.
د ښاغلي حبیبي په وینا، اوس ئې وخت رارسېدلی چي ولسونه خپل برخلیک په خپله وټاکي.
حبیبي دا هم وویل، نړیوال باید په دې پوه سي چي اوسنی ملت د شل کاله مخکي ملت نه دی او نه هم هغسي معاملې پر کېدای سي.
#ننګرهار_حمل4_د_امن_غونډه
#NangarharPeaceLongMarch
#4Hamal
#PPM