خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

لونګي اینګېډي په (IPL) کي نسي لوبېدلای

د جنوبي افریقا تکړه (۲۲) کلن بالر (لونګي اينګېډي) چي تېر فصل ئې د چینای سوپر کینګز سره (IPL) وګټی، په دې فصل لوبو کي د خوږ له امله نه سي لوبېدلای.
اینګېډي تېر فصل د چینای سوپرکینګز د مهمو لوبغاړو څخه وو، ځکه ده په (۷) مهمو لوبو کي (۱۱) ویکیټونه ورته واخیستل او سږ کال ئې هم ډېر حساب پر کاوه، خو دی د سریلانکا په مقابل کي په پینځمه پينځوس آوریزه لوبه کي خوږ سو.
د افریقا ملي لوبډلي ډاکټر (محمد موسايي) وايي، چي دی بالینګ کوئ، خو یو دم ودرېدئ کله چې چیک اپ وسو، نو معلومه سوه، چي تر بازو لاندي عضله ئې کش سوې او د څلورو اونیو له پاره به هیڅ تمرین نه کوي، تر هغه وروسته ئې حالت معلومیږي.
د یادوني وړ ده، چي (IPL) یا اینډييَن پرېمييرلیګ را روانه شنبه شروع کیږي او دوې میاشتي به دوام وکړي.