په غزني کي د عملیاتو پر مهال لس طالبان وژل سوي دي

.په غزني ولایت کي لس وسله وال طالبان وژل سوي دي.
سیمه ایز چارواکي وايي عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا ددغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کي ترسره سوي چي پر مهال ئې لس وسله وال طالبان وژل سوي او د هغوئ د وسلو یو مهم مرکز هم لمنځه وړل سوی دئ.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو د یادي پېښي په اړه تبصره نه ده کړې.