په کابل کي د کرنیزو او صنعتي محصولاتو نندارتون جوړ سو.

د کابل په بادام باغ سیمه کي د کرنیزو او صنعتي محصولاتو د نندارتون پر مهال یو شمېر سوداګریز تړونونه لاسلیک سوي دي.
د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت دغه نندارتون ګټور بولي او وايي چي له دغه مدرکه د تړونونو ترڅنګ سلګونه زره افغانۍ عاید هم ترلاسه سوي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس یاد نندارتون چي د حمل پر دوهمه پرانستل سوی، پنځه ورځي به دوام وکړي.