په افغانستان کي د ناپاکو اوبو له امله د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دئ.

یونسیف وايي په افغانستان کي د ناپاکو اوبو له امله د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دئ.
یونسیف ویلي چي د جګړې په سیمو کي د هغو ماشومانو چي عمرونه ئې تر ۱۵ کلنو کم دي د ناپاکو اوبو د استعمال له وجي ئې دمړیني کچه د تاوتریخوالي په پرتله درې برابره لوړه ده.
هغوئ ئې لامل د ناپاکو اوبو د استعمال ترڅنګ د ماشومانو روغتیا ساتني ته نه پاملرنه یاده کړې او غوښتنه ئې کړې ترڅو د ماشومانو د ښې روغتیا لپاره باید اوبه پاکي وساتل سي.