خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

!بسم الله غرنی وطن پرست شاعر بایوګراپي او لنډه پېژندنه

بسم الله غرنی، وطن پرست شاعر
لیکوال : محمدابراهیم سپېڅلی
د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د (ترک یتیم) کلي یوه زرغونه او سمسوره سیمه ده
ددې سیمي خلک اکثره په کښت او کرونده اخته دي.
خلک په خپل ژوندخوشحال دي.
ورورولي، مینه، وطندوستي او میلمه پالنه د هر چا په زړه کي ځای لري.
د (ترک یتیم) کلي په اباده سیمه کي ښځي او نارینه په خپل ژوند خوشحال دي او هیڅ د ویري احساس نه کوي
ځوانان د ورځي په مځکو کي کار کوي او دشپې بیا تر ډیره مجلسونه کوي
سپين ږیرو د مسجد دېوال ته څنګونه اچولي او پخوانۍ کیسې کوي.
په عمر پاخه خلک پر خپلو مځکو او کروندو باندي ګرځي او له بزګرانو څخه د حاصلاتو پوښتنه کوي.
د ( ترک يتيم) د کلي ملک عبدالحق د حاجي مرحوم عبدالحمید زوی په یاد کلي کي یوه پيژندل سوې څیره ده، اکثره وخت پر خپلو مځکو ګرځي او ځیني وخت له بزګرو سره په کارونو کي مرسته کوي او د ورځي په نیمايي کي بیا د ستړیا رفع کولو پرمهال له کروندګرو سره په ورین تندي مجلس کوي.
بزګران دده له ښې ګذارې خوشحال دي او هیڅ داسي فکر نه کوي، چي دوی له خپل سرخیل سره ناست دي، ځکه ددوی مجلس او خبري لکه د خوږو ملګرو داسي دي.
نن هم ملک عبدالحق له خپلو کروندګرو سره ناست دی چای څښي، د تندي خولي يې په لستوڼي پاکي کړې او په ورین تندي يې له بزګر سخي داد څخه پوښتنه وکړه، سږکال به حاصلات څنګه وي؟
سخي داد لا ځواب نه و ورکړی، چي د کلي یوه ډله کوچنیان کروندې ته راغله اود سلام ویلو سره سم يې پرملک عبدالحق د زوی زیری وکړ.
ملک عبدالحق د سخي داد ځواب ته پاته نه سو او برابر په ډیري خوشحالۍ کورته راغلی.
په کور کي خوشحالي ده او د کورنۍ ټولو غړو مبارکي ورکړه، چي ( زوی دی پیداسوی دی)
دی ډېرخوشحال دی او په خندانه لهجه هرچاته د مبارکۍ په ځواب کي وايي، ( خیریوسی، خدای دي يې نیک مبارک کړي.)
ملک عبدالحق له دریو ورځو وروسته د نژدې کلي ملا امام راوست او پر خپل زوی يې د بسم الله نوم کښېښود.
د نامه میوه وویشل سوه او خوشحالي نوره هم ډیره سوه.
د خدای شپې او ورځي تیریږي، بسم الله اووه کلن سو، پلار يې په کلي کي نژدې مکتب ( ملا احمد عالی لېسې) ته شامل کړاو ډیر ژر پر معلم صاحب ځکه ګران سو، چي درسونه يې تر نورو ټولګیوالو ښه زده کیدل.
بسم الله پر ټاکل سوي وخت مکتب ته تلی او پر ټاکل سوي وخت له مکتب څخه کورته راتلی.
له ده څخه د ټولګیوال ترڅنګ خپل استادان او ان د مکتب ملازمین هم خوشحال وو او دده د ښو اخلاقو ستاینه به یې کوله.
بسم الله د نورو ځوانانو په ډول زیات وخت په مجلسونه نه بلکي په درس ویلو تیروی او دولس کاله يې ښې نومرې ترلاسه کړې، په کال ( ۱۳۵۶) کي يې د کانکور ازموینه ورکړه اود کندهار د ښوونکو د روزني عالي مؤسسې ( ریاضي او فزیک ) څانګي ته په لوړو نومرو بریالی سو.
د کندهار ښاراودلته د لوړو زده کړو تحصیل د بسم الله پر ژوند نورهم مثبت اغیز وکړ او دغه اغیز يې له سیاست سره اشنایي اود هیواد پالني اور په زړه کي بل کړ.
بسم الله له دې وروسته د (دهراود) ولسوالۍ ساده ځوان نه و، هغه دلته ملګري، خو له خپل خالپوڅو له کلي څخه د لیریوالي له لاسه به يې کله ناکله ذهن ته یوشمیر موزون کلمات راتلل اود کاغذ پرمخ به یې د شعر په نامه لیکل او کرار کرار يې له نوم سره د (غرني) تخلص هم زیات سو.
دوه کاله يې د کندهار د ښوونکو د روزني په عالی مؤسسه کي لوړي زده کړي پای ته ورسولې او د نورو لوړو زده کړو لپاره يې د بلغاریا هیواد ته د سفر موزې په پښو کړې.
بسم الله خان غرني د بلغاریا په دولتي پوهنتون کي د سیاسي علومو په څانګه کي ماسټري وکړه او دلته پاته کیدو يې نورهم ذهن روښان اود هیواد مینه يې نوره هم په زړه کي وغوړیده.
که څه هم هلته د تلپاته کیدو زمینه ورته برابره وه، خو د ګران هیواد محبت بیرته خپلي غیږ ته راکش کړ.
له راتګ سره سم يې په ځینو دولتي څوکیو خپل هیواد ته خدمتونه وکړل او ان د هیواد ساتني په لارکي عملا سنګر ته هم تللی دی.
اوس، چي له هغه وخته ډېر کلونه تیریږي، د بسم الله غرني سر، ږیره او بریتونه ټول تک سپین دي.
اوس يې عمر د شپیتو کالو ته نژدې سوی دی، خو همت، پښتونولي او هیواد سره مینه لا هغسي ځوانه ده.
بسم الله غرني په هیواد کي ټولي ناخوالي په سترګو لیدلي او دغو ناخوالو يې د شعر رنګ حماسي کړی دی، هرکله چي يې زړه ډېر تنګ سي، نو د خیال کوه قاف ته پناه یوسي اود شعر له شاپيریانو سره د ګران افغانستان پر روانو حالاتو اوښکي تویوي.
غرني تراوسه تر زرو ټوټو زیات شعرونه لیکلي، مګر اووه سوه ټوټي ورسره خوندي پرتې دي.
دده شعرونه تر شلو زیاتو محلي سندر غاړو د موسیقۍ له په زړه پوري نغمونو سره ویلي، چي خورا ډیر اوریدونکي لري.
نوموړی اوس د طلوع افغان ورځپاڼي د تصیصح مدیر دی او په دې سپینه ږیره د طلوع افغان مضامین په خورا دقت داسي تصحیح کوي، چي اکثره ځوانان ورته حیران دي.
که څه هم پر بسم الله غرني تر نیمي پیړۍ زیات وخت تیرسوی دی، مګر تراوسه د یو کلیوال پښتون په ډول په یاري کي صادق، پر ژمنه ټینګ، د دوست په خوشحالۍ خوشحال او په غم يې غمجن دی.
اوس هم زیات وخت په مطالعه او مطبوعاتو تعقیبولو تیروي او ځیني وخت له خپلو همزولو سره هم کښېني او پر زړو خاطرو تبصرې کوي.
زه بسم الله غرني ته هیواد پرست شاعر وایم او دا دوه شعرونه يې له تاسي سره هم شریکوم .
د شعر نمونې:
ډېر ځوروي مي شپه او ورځ د ولسونو اوښکي
ځکه ګرېوان ته مي بهېږي د غمونو اوښکي
يوه څلوېښتي د زوم او ناوي لا پوره سوې نه وي
پر شهادت يې بس شروع سي فريادونه اوښکي
ها د کوزدې دسمال تړي مور يې په شناخته پوري
سپين ږيرى پلار يې تويوي بس د سرو وينو اوښکي
شهيد بچى پر جنازه چي مور او پلار ته ور وړي
ملايکې پر تويوي له آسمانونو اوښکي
کډي په شا د مظلومانو دلته هلته ګوره
تل يې له سترګو څه جاري وي له ظلمونو اوښکي
“غرنى” خوري د زړګي ويني د هغو له لاسه
چي هديرو کي تويوي څوک پر قبرونو اوښکي


خداى به تېري توري شپې کړي بيا به روڼ سهار پيداکړي
دغه تيت پرک کاروان ته په کار پوه سالار پيداکړي
دا خزان ظالم چي لوبي د ګلانو په ژوندون کړي
د خزان په مقابل کي به رنګين بهار پيداکړي
له کر وړو څه به راسي بلبلان ښکلو باغو ته
پاک سبحان به د زاغانو د ظلمو مهار پيداکړي
دغه تش په نوم ماليار به تر قيامته پوري نه وي
پر ګلانو چي زړه سوځي ښه زړه سواند ماليار پيداکړي
دغه تور زاغان چي نن ښکلي ګلباغ کي بدماشي کړي
دا د دوى محوه کېدو ته به ښکاري سيار پيداکړي
دغه دوې ټوټې بدن به “غرنيه!” بيا يو ځاى سي
د دې دوو ټوټو يو ځاى ته ډاکټران به لار پيداکړي