کریټیانو رونالډودرې اونۍ فوټبال نسي کولای…
کریسټیانو رونالډو درې اونۍ فوټبال نه سي کولای.
پرتګال ملي لوبډلي د (۲۰۲۰) اروپايي چمپېنشیپ په کوالیپای لوبو کي د سربیا سره لوبه درلودل، چي په (۳۰مه) دقیقه کي ئې د کریسټیانو رونالډو پښه خوږ سوه او د لوبي څخه و ایستل سو.
که څه هم تر لوبي وروسته رونالډو و ویل، چي ماته خپل حالت معلومیږي او ډېر ژر به لوبو ته راسي، خو مشهوره ډاکټر (ګونزالیز) وایي، چي رونالډو چي په څه رقم د لوبي و وتئ، د ده د حرکتونو او حالت څخه معلومېدل، چي لږ تر لږه به درې اونۍ دی د لوبو لیري وي او فکر نه کوم، چي د ایجاکس سره لوبي ته به اماده سي.
د رونالډو کلب یوونتوس ۱۵ ورځي وروسته، یعني د اپرېل پر لسمه په چمپېنزلیګ کي د (ایجاکس) سره لوبه لري، چي رونالډو به په ډېر احتمال سره نه وي.
د یادوني وړ ده، چي د رونالډو ملي لوبډلي پرتګال په اروپايي چمپېنشیپ کوالیپای لوبو کي اولي دوې لوبي مساوي کړي دي.