په افغانستان کي د امریکا د سفیر بس نوی ټویټ…
وحید فقیري
په افغانستان کي د امریکا د سیفر ښاغلي بس نوی ټویټ
ما نن د افغان پریس سره وکتل، او هغوی ته مي د سولي د پروسې په هکله د متحده ایالاتو ملاتړ بیان او توضیح کړ. افغانان د دې حق لري چي د سولي په اړه خپله فیصله او انتخاب وکړي. هغوی دا حق لري چي پدې برخه کي چیري مصلحت وکړي، او یا چیري سازش و نه کړي. هغوی دا حق هم لري چي څرنګه خپل خپلمینځني اختلافات خپله فیصله کاندي.
د افغانستان د کشالې دایمي حل یوازي افغانان کولای سي او بس. په دوحه کي د طالبانو سره په خبرو کي د امریکا مرکه چیان نه د افغان حکومت نماینده ګان دي، او نه هم د افغان ولس استازیتوب کوي.
خلیلزاد لګیا دی چي د افغانانو لپاره داسي یو فرصت برابر کړي چي همدا مسایل په خپله حل کړي، ځکه دا موضوعات یوازي او یوازي افغانان فیصله کولای سي. موږ د دې خبرو مثبتو نتایجو ته په بې صبرۍ انتظار باسو، او موږ غواړو چي د افغانانو خپلمینځي ډایالوګ ژر تر ژره شروع سي، ځکه ټول افغانان سولي ته سوځنده تنده لري.
له سیاسي روغي جوړي څخه زموږ اساسي هدف دا دی چي د افغان کشاله داسي فیصله سي چي د افغانانو د قربانیو سره اړخ ولګوي، داسي سیاسي مصالحه چي د افغانانو ۱۷ کلني لاسته راوړني وساتي. افغانان غواړي چي پرمختګ وکړي، او پر هغو ترقیاتو باندي نور اوچت
ګامونه واخلي چي هغوی همدااوس تر لاسه کړي دي.