په زابل کي ۵۹ ښوونځی لاهم تړلي دي

په زابل کي ۵۹ ښوونځي لاهم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي
د زابل د پوهني رئیس نصرالله زاهد وايي چي، د تړلو ښوونځیو له امله د زابل زرګونه ماشومان له زده کړو پاته دي.
زاهد وویل په نوي تعلیمي کال کي به یې د تړلو ښوونځیو خلاصول له لومړيتوبونو څخه وي.
د ودانیو او مسلکي ښوونکو نشت هم د زابل د پوهني بهير له جدی ستونزو سره مخامخ کړی دی.