خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مېړه مي غوښتل چي د ملګرو مخکي یې نڅا وکړم

“مېړه مې غوښتل د ملګرو مخکې یې نڅا وکړم”
د پاکستان په لاهور کې د اسما په نامه یوې میرمنې پولیسو ته عریضه کړې او خپل مېړه یې تورن کړی چې د هغې وېښتان یې ور خریلي دي.
اسما په عریضه کې لیکلي چې فیصل نومې مېړه یې د نشې په حالت کې خپل څو تنه ملګري کور ته راوستي وو.
اسما وایي، مېړه یې ورنه غوښتنه وکړه چې د هغه د ملګرو پر وړاندې نڅا وکړي، خو هغې له دې کاره انکار وکړ.
عریضه کې ادعا شوې چې فیصل د خپلې مېرمنې له انکار وروسته هغه را ونیوله او د سر وېښتان یې ور وخریل.
سما پولیسو ته په عریضه کې ویلي چې میړه یې نشیي توکي کاروي او تل ترې د خپلو ملګرو پر وړاندی د نڅا غوښتنې کوي.
د اسما په وینا، څلور کاله وړاندې یې له فیصل سره واده وکړ.
اسما وایي چې مېړه یې لومړی وهلې ‌‌‌‌‌‌ډبولې ده او بیا یې د خپل نوکر په مرسته په ماشین سره د سر وېښتان ور خریلي.