خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کواګلیاریلا د ایټالیا د تاریخ تر ټولو زوړ ګولزن سو

کواګلیارېلا د ایټالیا د تاریخ تر ټولو زوړ ګولزن سو.
کواګلیارېلا د ایټالیا ملي لوبډلي له پاره پر (لیکشټاینان) دوې فینالټیاني ګول کړې، چي په دې سره دی د ایټالیا د ملي لوبډلي د تاریخ تر ټولو زوړ یا د ډېر عمر لرونکی لوبغاړی سو.
د ایټالیا دا لوبه د لیکشټاینان په مقابل کي د (۲۰۲۰) اروپايي چمپېنشيپ د غوراوي لوبه وه، چي (۶) پر صفر ایټالیا وګټل، په دې لوبه کي که څه هم د ایټالیا له پاره (موییز کین، مارکو ویراټي، سټيپانو سېنزي او لیونارډو پاوولېټي) هم ګولونه ولګول، خو لیدونکو او مینه والو ته د کواګلیارېلا ګولونه په دې خاطر جالب وه، ځکه چي دی د ایټالیا ملي لوبډلي ته لس کاله وروسته غوښتل سوی دئ.
کواګلیارېلا د ایټالیا له پاره اخیري لوبه د (۲۰۰۹) په اکټوبر کي کړې وه، که څه هم هغه وخت دی (۲۶) کلن وو، خو پر هغه سربېره په ملي لوبډله کي نه وو اخیستل سوی، اما دا چي دی اوس په سیریا آ کي تر رونالډو هم یو ګول دمخه دئ، نو ځکه د ایټالیا روزونکي په ملي لوبډله کي واخیستی.
د یادوني وړ ده، چي په دې کوالیپای لوبو کي هسپانیې هم د موراټا په دوو ګولونو سره د مالټا څخه لوبه وګټل.