د هېواد په بېلابېلو سیمو کي ۶۳ وسله وال وژل سوي دي.

د ملي امنیت شورا د ۶۳ وسله والو د وژلو خبر ورکړ.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند طارق ارین وايي د هېواد په بېلابېلو سیمو کي د عملیاتو پر مهال د پنځو داعش قوماندانانو په ګډون ۶۳ وسله وال وژل سوي دي.
ارین زیاته کړې په عملیاتو کي ۶ وسله وال هم نیول سوي او شاوخوا ۱۹ نور ټپیان سوي دي.
د طارق ارین د معلوماتو پر اساس دغه عملیات پر تېرو ۲۴ ساعتونو کي په کندهار، ننګرهار، پکتیکا او بلخ ولایاتو کي ترسره سوي دي.
تر اوسه د دغو څرګندوونو په اړه داعش او یا کوم بلي وسله والي ډلي څه نه دي ویلي.