د امنیتي ځواکونو په خوراکي لیست کي افغان محصولات شاملېږي.

د امنیتي ځواکونو په خوراکي لیست کي افغان محصولات شاملېږي.
د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت وايي د امنیتي ځواکونو د وزارتونو او همدارنګه د چرګانو د ساتني له ملي اتحاديې سره موافقې ته رسېدلي ترڅو د امنیتي ځواکونو په خوراکي لیست کي وطني چرګان شامل سي.
د یاد وزارت په وینا په موافقه کي د وطني چرګانو د غوښو پر کیفیت هم ټینګار سوی.
د کرني وزارت د معلوماتو لمخي له دې کار څخه ئې هدف خپلو وطني محصولاتو ته وده ورکول دي.