خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو لپاره په کندهار کې له شاوخوا تنو پولیسو څخه ازموینه واخیستل .

د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو لپاره په کندهار کې له شاوخوا تنو پولیسو څخه ازموینه واخیستل .

په کندهار کې یو نیم کال وړاندي د پولیسو لپاره د لوړو زده کړو پروسه پیل سوه چې لسګونه کسان یې له مخې د لوړو زده کړو لپاره جذب سوي وه.

د پنج شنبې په ورځ هم د کندهار د امنیې قوماندانۍ له خوا له شاوخوا ۱۹۵ تنو پولیسو څخه د لوړو زده کړو لپاره ازموینه واخیستل سوه.

د کندهار د امنیت امر جنرال رحمت الله اطرافي وايي، د کورنیو چارو وزارت پر دې کار کوي چې پولیس په هره برخه کې مسلکي سي چې دا کار په چټکۍ سره روان دی او پولیس په لوړو زده کړو سمبالیږي.

د کورنیو چارو وزارت د تعلیم او تربیې برخې استازي د دغه ازمویني پر مهال وویل، چې د پولیسو لپاره د افغانستان په ټولو زونونو کې د لوړو زده کړو ډپارټمنټونه فعاله دي او پولیس د لوړو زده کړو په برخه کي روزل کیږي.

دی وايي، ټول هغه پولیس چي تر دوولسم صنف پوري یې زده کړي کړي وي او هم مهاله وظیفه تر سره کوي کولای سي لوړي زده کړي تر سره کړي.