کلکتې یو ځل بیا د انډري رسېل په زور بازي وګټل
کلکتې یو وار بیا د انډري رسېل په زور لوبه وګټل.
د هند په IPL کي (۶مه) لوبه د شاه رخ خان د لوبډلي کلکته نایټ رایډرز او پریټي زینټا د لوبډلي (کینګز ايلېون پنجاب) تر مینځ وه، چي یو وار بیا کلکتې یا کې کې آر د (انډري رسيل) ښه بېټینګ او ښه بالینګ په زور وګټل.
په دې لوبه کي اول بېټینګ کې کې آر وکی، چي رسیل په (۱۷) باله (۴۷) منډي وکړلې او دوه لوبغاړي (کریس ګېل و سرفراز خان) ئې په بالینګ کي اوټ هم کړل، نو ځکه د لوبي غوره لوبغاړی هم و ټاکل سو،خو د ده تر څنګ (روبین اوتاپا ۶۷ او نتېش راڼا ۶۳) منډي وکړلې او د څلورو ویکیټو په بایللو سره ئې پنجاب ته (۲۱۹) هدف ورکی.
کله چي د پنجاب لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو د (۴) ویکیټو په بایللو سره ئې په شل آوره کي (۱۹۰) منډي وکړلې او لوبه ئې د (۲۸) منډو په توپیر پر کې کې آر بایلل.
د پنجاب په لوبغاړو کي (میانک اګروال ۵۸ او ډېویډ میلر ۵۹) منډي وکړلې.
د یادوني وړ ده، چي کې کې آر اوس د IPL د جدول په اول مقام کي (۴) نمرې او پنجاب په څلورم مقام