د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې چي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره 192 ملیونه ډالرو ته اړتیا ده!

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې ،چي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۹۲ میلیون ډالرو ته اړتیا سته، چي د کمیسیون د چارواکو په خبره حکومت او نړیوال بنسټونه ددغه لګښت ورکولو ته ټټر وهلي .
د ټاکنو کمیسیون او امنیتي او دفاعي بنسټونو یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی، چي موخه یې د تلي (میزان ) پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندیتوب دئ .