د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاد د خاص استازي ښاغلي رولنډ کوبیا ټویټ
د سولي لپاره داسي آماده ګي ونیسئ، لکه هلته چي اصلا انتخابات نه وي. د انتخاباتو لپاره داسي چمتووالی ونیسئ، لکه هلته چي بېخي د سولي پروسه نه وي. اروپايي اتحاد په عین زمان کي هم له سولي او هم له انتخاباتو څخه ملاتړ کوي.
اروپايي اتحاد د افغانستان لپاره بله هیڅ اجنډا نه لري، مګر افغاني اجنډا. مانا د دایمي سولي، ثبات، او پرمختګ لپاره افغاني اجنډا لري.
په افغانستان کي د تېرو ۱۸ کالو لاسته راوړني باید وساتل سي. افغانستان باید مستقبل ته نظر وکړي، نه په څټ ولاړ سي، او نه هم ریوریس ولګوي.
د سولي واقعي او رشتینه پروسه باید کاملا ټول شموله وي – مانا حکومت ته هغه ځای ورکړل سي چي جوګه يې دی. بین المللي ټولنه کومک کولای سي، خو افغانان باید د دې پروسې مرکز او محور وي.
فقیري.