خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په اړه لنډ معلومات.

د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په اړه!

خاکرېز ولسوالي تقریبا د کندهار ښار په 55 کیلومترۍ کي موقعیت لري، چي د شاه ولیکوټ ،میوند ،غورک او ارغنداب ولسوالۍ سره ‌‌‌‌‌ګډه پوله لري.
تقریبا 20000 تنه نفوس لري.
سړک یې خامه دی او بازار یې د ولسوالۍ سره نږدې دی چی تقریبا د 100 دوکانو درلودونکی دی.
د ولسوالۍ لږ برخه د دولت او ډېره برخه یې د ولسوالو تر حاکمیت لاندي ده.
روغتیایي او تعلیمي اسانتیاوي یې پر نشت حساب دي.
د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په کرنه بوخت دي.