د خدای قانون
د خداى قانون
مونږ د خپلو كورونو له څنګه په دېره كې ناست وو. له پاسه يو لاروى راغى، د ونى ډډ ته يې ډډه ولګوله، ډوډۍ يې له ملا نه پرانيستله په مزه مزه يې له څه شي سره خوړله مونږه ډېر وږي تږي وو، هغه ځان موړ كړ او يخې اوبه يې وڅكلې، مونږ روژه ووه هغه بوزه وه، ځكه چې په مسافرو باندې روژې نشته.
لاروي وويل: ماته د خوړلو اجازه شته تاسو ته نشته.
ماته خداى خواړه اوبه رواكړي دي په تاسو يې ايسار كړي دي.
دا د خداى قانون دى، د دې قانون په رمز او معنى تاسې نه پوهېږئ.
د خداى كارونه بې حكمته نه دي.
تاسې د دغه عملي تعليم په اصلي معنىٰ ښه فكر وكړئ! تاسې ولې وږي ياست زه ولې موړ يم؟
زه په كار او او مقصد پسې روان يم، ناست نه يم زما په ژوند كې درېدل نشته، ځكه ما نه وږى كوي.
تاسې ځاى په ځاى پراته ياست ستاسې حركت لنډ دى، ځكه يې وږي كړئ.
تاسې د خداى قانون منلى دى، مګر پوه شوى پرې نه ياست. زه د دې دپاره راو ګرزېدم، چې تاسې پوه كړم او له لوږې نجات ومومئ.
پاڅېږئ روان شئ او لرې ځاى په نظركې ونيسئ لوږه او تنده په توقف او سكون كې ده په حركت كې نشته.
احمد شا لمر