خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

تاسو د انټر نيټ په مرسته څنګه کاروبار کولای سئ؟

په نړۍ کي د انټرنيټ په مرسته د اونلين کاروبار ساحه په تيزي سره مخ پر پراخېدو ده هغه څه چي يو وخت به تاسو تر هفتو ستړياوو وروسته په لاس را وړل اوس د انټرڼيټ په مرسته تاسو کولای سئ، د سترګو په رپ کي هغه څه تر لاسه کړئ.

اوس تاسوکولای سي په خپل کور کي د انټرنيټ په مرسته یو دوکان جوړ کړئ او پر خلګو هغه څه خرڅ کړئ، چي تاسو يې خرڅول غواړئ.
د وخت کمښت اوس خلګ دې ته مجبوره کړي دي، چي په اونلين ډول خريد او فروش وکړي. چي دا د آن لائن کاروباريانو لپاره ښه چانس بلل کيږی.
همدا ډول پخوا به ډيرو ځوانانو د کار په لټه کي در پر در ګرځېدل تر ډيرو سختیو وروسته به یې يو مناسب کار ځانته پيدا کوی، مګر په اوس تاسو کولای سئ، چي په ډېره اساني سره د انټرنيټ په مرسته ځانته يو ازاد کاروبار شروع کړئ او په لږ وخت کي د زياتو پيسو درلودونکی سئ.

څنګه امکان لري؟

د آن لائن کاروبار يو شمېر کاروپوهان وايي: که چيري يو څوک په منظم او دوامداره شکل آلائن کار وبار شروع کړي. په ډېري اسانۍ  سره د میاشتي د پنځو سو زرو افغانينو څخه تر يو لک افغاني په آن لائن ډول د دوکانداري څخه په لاس را وړلای سي.
په افغانستان کي همدا ګړی يو شمېر ځوانان وايي، د دې پر ځای چي در پر در ګرځو او په لږ پيسو زيات کارونه کوو. اوس د آن لائن کار وبار په مرسته په اساني سره ډیري پيسې پیدا کولای سو او پوره اندازه وخت لرو، چي د پيسو د پيدا کولو په څنګ کي خپل تعليمونو هم کولای سو.

څنګه کولای سو، چی په آن لاين شکل کاميابه کاروبار و لرو؟

معلومداره خبره ده، يو هوښيار کاروباري اول هغه شرکتونه پيدا کوي، له کومو څخه چي جنس را نيسي.
تاسو لومړی له هغو شرکتونو سره په اړيکه کي سئ، چي تاسو ته د خرڅولو په صورت کي ګټه در کوي، وروسته د خپل  د کاروبار لپاره يو ويب پاڼه جوړه کړئ، ښه نوم ورته انتخاب کړئ، که مو د ويب پاڼي پيسې نه درلودې، ډېره اسانه لاره يې فېسبوک پاڼه ده، فېسبوک پاڼه د تجارت په برخه کي  د يو سوپر سټور شکل غوره کړې دی، چي هر ورځ بې شمېره کسان ورته راځي او لېده کاته ئې کوي.

فېسبوک اوس د کاروباريانو لپاره خاص پاڼي او اسانتياوي جوړي کړي، دي چی ستاسو سره د کاروبار په پرمختګ کي په ډېره چټکي سره مرسته کولای سي.
کله چي تاسو ځانته فېسبوک پاڼه جوړه کړه لومړی داسي توکي پیدا کړئ، چي ډېر رانيونکي و لري، لکه د ښځو کالي، د لاس ساعتان، د ميک اپ سامانونه (د ښځو دسينګار سامان) او داسي نور……….
 
د  جنس تر خرڅولو وروسته د پيسو د لاسته را وړلو ممکنه طريقې.

په نوره نړۍ کي خورا ښه لاري چاري سته، لکه د بانکونو د حسابونو له لاري د پيسو تر لاسه کول، مګر زموږ هيواد تر اوسه لا په دې برخه کي يو څه شاته پاته دی.
دېره اسانه لاره؛ داچي تاسو مخکی له مخکی د شرکتونو سره لائن جوړ کړئ، تر دې وروسته ستاسو د جنس د رسولو تر ټولو اسانه او ارزانه لاره د ښار ټکسي چلونکی دي. نو بايد تاسو له ټکسي چلونکو سره خپل لاين جوړ کړئ ترڅو ستاسو جنس له شرکت څخه تر مشتريانو و رسوي او له مشتريانو پيسې واخلی او تاسو ته يې وخت پر وخت در تسليم کړي.

څنګه پيسې ګټئ؟

۱: معلومداره خبره ده، چي دا هرڅه تاسو د پيسو د ګټلو لپاره تر سره کوئ، په نړۍ کي يوه تر ټولو لويه وېره چي موجوده ده هغه د ان لاين کاروباريانو د چل او فريب ده، چي و مشتريانو ته په عکسونو او ويډوګانو کي يو جنس ور ښيي مګر ور کوي بل جنس، د دې کار څخه ډډه وکړي، تر مشتريانو اصل جنس و رسوئ.
۲: بله مهمه موضوع د لږ ګټي ده، تاسو يو دم د ډيري ګټي تر غوښتني تېر سي په ډېر لږ ګټه هرڅه خرڅ کړئ ځکه هرڅوک له دوکاندار څخه د انصاف تمه کوي.
۳: تاسو بايد کاروبار ته ځانګړې وخت ور کړی، ترڅو مشتريانو ته پر وخت جواب ور کړئ او له مارکېټ څخه د نوو
شيانو معلومات په لاس راوړئ.

د قيمت ټاکل

ډېر هغه کسان، که چی د آن لائن کاروبار سره نابلده وي، د جنس قيمت او د ترانسپور قيمت يو ځای ليکي، چی دغه کړنه و مشتری ته داسي تصوُر ور کوي، چي جنس ډېر ګران دی، تاسو بايد د جنس قيمت جلا او د ترانسپورت قيمت جلا و ليکئ، ترڅو مشتريان پوه سي، او ستاسو څخه خريداري وکړې.

څوک آن لاين کاروبار شروع کولای سي؟

هغه څوک آن لائن کاروبار شروع کولای سي، چی يو څه د خرڅولو لپاره و لري.
د د ان لائن کاروبار لپاره ضروري نه ده، چي تاسو دي دوکان په کرايه و نيسئ، تاسو فقط په ښار کي د عمده کاروبار له شرکتونو سره خبره وکړئ، هغوی په ډېره خوشحالي سره تاسو ته د جنس په خرڅولو ګټه در کوي.
کوشش وکړئ، باکيفيته جنس پیدا او پر خپله پاڼه يې خرڅ کړئ.

د بازار موندي لپاره لازمي لارښوونه.

د اوس لپاره د افغانستان په غټو ښارونو کي زيات شمېر کسان فېسبوک کاروي، لکه څنګه چي تاسو په بازارونو کي د يو شمېر شرکتونو د اعلاناتو غټ غټ بيل بورډونه (لوحې) ويني او په تلوېزونانو کي ويډيو اعلانات وينئ.
همداسی تاسو هم کولای سئ، چي د هره ورځ څو ځلي د هغه جنس چي تاسو يې خرڅوئ پر خپله فېسبوک پاڼه په زړه پوري عکسونه او مکمل معلومات نشر کړئ.

د اعلاناتو تاثيرات پر مشتريانو
تاسو بايد خپل د اعلان لپاره ښه جملې او عکسونه و کاروئ.
مهمه نه ده چي تاسو چيشي خرڅوئ، مهمه داده چي تاسو بايد ښه جملې اوعکسونه و لری، چي مشتری داسي فکر وکړئ، چي بس همدغه تر ټولو ښه شی دی، چي ده يې د رانيولو تمه درلودل.
وارختا کېږي مه په لومړی سر کي شايد تاسو د متاثره کونکو او جلب کونکو جملو او زړه وړونکو عکسونو سره بلد نه وه اوسئ، مګر کرار کرار د تجريبې په تر لاسه کولو سره به تاسو يو ښه او باتجريبه دوکاندار و واسئ.

مشکلات

تر ټولو مشکل کار تاسو به په لومړی سر کي تر څو مياشتو ډېره کمه ګټه لري او تاسو ډېر لږ مشتريان پیدا کولای سې. مګر تاسو بايد بې حوصلې نه سئ.
د دې لپاره چي تاسو د خرڅولو ښه او چټکه لاره زده کړئ، د نورو مشهوره او ډيرو مشتريانو درلودونکو پاڼو د اعلاناتو ډولونه تعقيب کړې او د هغوي څخه د اعلاناتو لاري چاري زده کړئ.
وخت پر وخت د مشتریانو نظرونه واورئ او د مشتریانو غوښتونو ته مو درناوی وکړئ.
په دې باور ولرئ، چي يوه ورځ به تاسو د لکونو افغانيو ګټه د سترګو په رپ کي په لاس راوړئ.
افغانستان د نړۍ د ډيرو غټو هيوادونو برابر نفوس لري مثال د کانډا تر نفوسو زموږ د هيواد نفوس لس ميليونه زيات دی، د اسټراليا هيواد سره تقريباً يو برابر نفوس لرو، نو دلته د زايات نفوس او د انټرنيټ د استعمال د ډېرېدو په صورت کي د کاروبار کول، يو ښه فرصت دی.

زده کړه

لکه څنګه چي مو مخکي وويل ګوګل او يو ټيوب د آن لاین کاروبار د پرمختګ یو ښه وسيله ده، تاسو کولای سئ، چي د دې لاري اسانه زده کړه وکړئ.

تاسو ته تر ټولو ښه خبره!

يو شمېر هغه کسان، چی د آن لاين کاروبار له لاری ښه پيسې پیدا کوي و نورو ته داسي پېغام پريږدي؛ تاسو به حتمن په لومړي پړاو کي له مايو سئ، سره مخامخ کېږئ، ستاسو مشتريان به لږ وي ځيني کسان به منفي خبري جملې درته ليکي، مګر تاسو بايد مايوسه نه سي، همدغه د آن لائن کاروبار يو تر ټولو مشکل کار دی، چي ډېر شمېر کسان په شروع شروع کي مايوه سي.
مګر موږ تاسو ته باور در کوو، چي په نننۍ نړۍ کي يوه ښه او ارامه ګټه آن لائن کاروبار دی، اونلين کاروبار ستاسو څه داسي ادرس نه غواړي، چي تاسو دي حتمن په يو موقعت کي و اوسئ بيا هلته شيان خرڅ کړئ.
تاسو کولای سی، هند ته په رخصتی ولاړ سئ، له هغه ځايه خپل کاروبار کنټرول کړئ، يا کېدای سي تاسو د ملګرو سره تفرېح ته د ښار څخه ووځې هم تاسو کولای سې، خپل کاروبار مخته يوسې، همدا ډول تاسو د وخت پابنده نه ياست بلکي تاسو د خپلي خوښي پر وخت کولای سئ کاروبار وکړئ.
همدا ډول لکه څنګه چي تاسو په عامو کاروبارونو کي يو وخت يو ستر تجارتي مرکز پرانيستلای سئ، په آن لائن کاروبار کي هم يو وخت تاسو د ډېر ستر کاروبار خاوندان کېدلای سئ.
هيله ده لوړ هدف ته د رسېدو لپاره د ښئ حوصلې خاوندان سئ.
له بي بي سي اوردو څخه
ژباړه: عبدالعلي افغان