خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سږ کال ۴۰ زره نور پاکستانیان په ایډز اخته سوي

لیکنه: بشر درویش

پاکستاني رسنیو په دې هېواد کې د ایډز ناروغانو په ډله کې د ۴۰ زرو تازه دمه کسانو د زیاتیدو خبر ورکړی.

پاکستان او ایډز
د پاکستان ایکسپریس نیوز په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې ۴۰ زره نور پاکستانیان هم د ایډز پر خطرناکې ناروغۍ اخته شوي.

د سرچینې په حواله له دغو ناروغانو سره د پاکستان د ایډز ځپلو شمېر له ۱۶۰ زرو څخه واوښته.

سرچینه وایي دغه ارقام د ایډز ناروغۍ په اړه یوه ۶۰ کسیز طبي پلاوي د پاکستان له ټولو ښارونو را ټول کړي او نهایي کړي دي.

پنجاب؛ تر ټولو ککړ ښار
ایکسپریس نیوز په دغه راپور کې ویلي، چې په موندل شویو ارقامو کې د پاکستان پنجاب ښار د ایډز له ترټولو لویو ښارونو ګڼل شوی.

په دې ښار کې د ایډز د ټولو ناروغانو شمېر ۶۰ زره تنه ښودل شوی او ویل شوي، چې دا ارقام لا نور په ډېریدو دي.

نور ښارونه
په بلوچستان ایالت کې د ایډز د ټولو ناروغانو شمېر درې زره تنه ښودل شوی، چې د ټول پاکستان په کچه د دې ناروغۍ تر ټولو ټیټ ارقام دي.

په سند ایالت کې د ایډز ځپلو شمېر ۵۲ زره او په خیبرپښتونخوا کې ۱۱ زره تنه ښودل شوی.

د پلازمېنې اسلام اباد د ایډز ځپلو شمېر ۶ زره تنه یاد شوی.

ایډز څه شی دی؟
ایډز تر ډیره حده له ناپاکو او نامشروع جنسي اړیکو پیدا کیږي، چې پاکستان د دغو اړیکو د یوه مهم مرکز په توګه په دې برخه کې ډېرې پېښې ثبت کړي.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د هیرا منډيي په شان د فحشا زرګونه مرکزونه فعال دي، چې حکومت پرې خبر دی او منظم مالیات ورڅخه اخلي.

دغه هېواد نورو هېوادونو ته هم د فاحشو په استولو تورن دی.

پاکستان ته تل پېغور ورکول کیږي، چې په افغانستان او نورو سیمو کې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره تېرویستل شوي جنګیالي د مذهب په نوم جنګوي، خو پخپله خاوره کې د اوج ته رسیدلې فحشا او بې لاریو د کابو کولو لپاره کوم پلان نه لري.
له ياران ويب پاڼي څخه