په ارګ کي د جمهور ریس محمد اشرف غني او پخواني ولس مشر حامد کرزي, او یو شمېر جهادي مشرانو تر مینځ د سولي په اړه ناسته وسول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د مخکېني جمهور رئیس او ملي مشر حامد کرزي، د هېواد جهادي شخصیت استاد عبدرب الرسول سیاف، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل.
په یاده کتنه کې د جمهور رئیس سیاسي سلاکار فضل محمود فضلي هم حضور درلود، چي په کتنه کې یادو شخصیتونو د سولې په پروسه کې د جریانونو، اقشارو او نویو واقعیتونو څخه د غوره استازیتوب په موخه خپلې مشورې وړاندې کړې.
دا مشورې په دې خاطر دې چې سولې ته د رسېدو لپاره متعددې هڅې د واحد دریځ په توګه د خبرو اترو په بهیر بدلې سي.
ارګ