خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ډرون

د يوې مړې غوا و سر ته يوه نانۍ نجلۍ ژاړي. په یوه بغل کي ئې تر ځان اوږده ناوکۍ نیولې په بل لاس د سپیني و توري غوا سر ښوروي چي را پورته سه. پر سر ئې په موټوموټو دوړي پرتې مخ ئي په وینو لړلی دی ځکه خو ئې اوښکي هم سرې دي. په خلاصه سترګه ژاړي خو تر بندي سترګي ېي هم اوښکي راوځي. په خلاصه سترګه خپل د کلا دوو نړیدلو کوټو ته ګوري. په يوه کوټه کي ئې مور په بله کي ئي پلار د یو کا کا سره وو. دیوالونه چپه ، بام را لوېدلی، خښتي، خاوري، خټي او کېړې ئي پر سر پرتې دي. دا نانۍ خپل و مور او پلار ته تلای نه سي، دا ولاړیدلای نه سي. په خاورو کلک د غوا د شپیشتو سره هغه سور موټرسېکل اوس هم ولاړ دی. پر هغه غرمه و کلا ته په سپینو جامو کښي دا تورږیری کاکا راغلی وو. هغه هم نه معلومیږي. دوړي په هوا دي، سرګردانه دي، د ناستی ځای ئې نسته ،مځکه ځني ورکه ده. او بیا ماشومه په هوا سوه، لوړ د آسمان پر لور روانه سوه. وينه، اوښکي، درد، هر څه ختم سوه. هغه پټه سترګه ئې هم روڼه سوه. د دوړو تر ګرد پورته سوه او لاندي ئې کتل پر مځکه ئې نور هیڅ نه لیدل مګر خدايه ته خو ئې وینې؟ هغه تر دې غبار لږ نور لوړه سوه، تر غوږو ئې یو آواز را ولویدی د کلا و سپېره غولي ته، د بونګګګګګک آواز، خدايه ته ئې نه اورې؟

محمد سميع صديقي