د کندهار والي وایي د وسله والو دریځ د پخوا په پرتله نرم سوی دئ.

د کندهار والي حيات الله حیات وایي د وسله والو دریځ د پخوا په پرتله نرم سوی دئ.
حيات وایي جنګېدونکو وسله والو باندي د نړۍ د ديني عالمانو وروستیو فتواوو او د سولي روانو مذکراتو اغېز کړی او له همدې امله هغوئ اوس د افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه نسي کولای.
د کندهار د والي په خبره د هغو وسله والو د ځپلو لپاره به جدي اقدام کوي، چي د سولي پروسې خنډ ګرځي او سوله نه کوي.