د انګلستان په پرېمييرلیګ کي لېورپول اول مقام ته یوار بیا پورته سو. د انګلستان په پرېمييرلیګ کي لېورپول په خپل کورني سټوډیوم (انفیلډ) کي د ټوټینهام سره لوبه درلودل، چي ۲ پر ۱ لېورپول وګټل او یو وار بیا د جدول اول مقام ته د (۷۹) نمرو په درلودلو سره پوره سول، تر لېورپول وروسته په دوهم مقام کي مانچیسټرسیټي کلب دئ، چي هغوی (۷۷) نمرې لري، خو یوه لوبه ئې تر دوی کمه کړې ده او په درېیم مقام کي ټوټینهام لوبډله ده، چي (۶۱) نمرې لري. د لېورپول او ټوټینهام دا لوبه چي لیدلو ته ئې (۵۳۳۲۲) کسان راغلي وه، تر (۹۰یمي) دقیقې ۱ پر ۱ مساوي وه، اما په داغه وخت کي د لېورپول مصري لوبغاړي (محمد صلاح) پر ټوټینهام یو بال شوټ کئ، چي د هغو (ټابي الډرویريلډ) د دفاع په نیت پر ځان ګول کئ او لوبه ئې ۲ پر ۱ د لېورپول په ګټه کړه، چي په داغه نتیجه هم خلاصه سوه. د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی د لېورپول (ټرېنټ الیکساندر ارنولډ) و ټاکل سو. April 1, 2019 Written by: Rihan Noorzai