اېم اېس دهوني یو وار بیا خپل کلب ته لوبه ور وګټل

اېم اېس دهوني یو وار بیا خپل کلب ته لوبه ور وګټل. په اېنډيين پرېمييرلیګ یا IPL کي (۱۲مه) لوبه د دهوني د کلب (چینای سوپر کینګز) او (راجیستان رویالز) تر مینځ وه، چي د (۸) منډو په توپير چینای د دهوني د ښه مشرۍ او ښه بېټینګ په زور وګټل. په دې لوبه کي اول بېټینګ چینای لوبغاړو وکی او په شل آوره کې د (۵) ویکیټو په بایللو سره راجیستان لوبغاړو ته (۱۷۶) هدف ورکئ، چي دهوني (۷۵) منډي وکړلې او اوټ هم نه سو، نو ځکه د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو. کله چي د راجیستان لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې پوره نه کئ، ځکه دوی په شل آوره کي د (۸) ویکیټو په بایللو سره (۱۶۸) منډي وکړلې او لوبه ئې د (۸) منډو په توپير پر چینای بایلل. د دوی په لوبغاړو کي (بېن سټوکس ۴۶) منډي وکړلې او د چینای څلورو بالرانو (دیپک چاهار، شاردول ټاکور، عمران طاهر او ډوېن براوو) دوه دوه ویکیټه واخیستل. د یادوني وړ ده، چي چینای سوپر کینګز تر ۳ لوبو وروسته اوس د جدول په اول مقام کي (۶) نمرې لري او راجیستان لوبډله په اخیر مقام کي صفر نمرې.