په بولدک کي به ډیر ژر د څښاک د پاکو اوبو پروژې بشپړي سي.

راتلوونکو دوو مياشتو پوري به د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د څښاک د پاکو اوبو د ۷ پروژو کارونه بشپړ سي.
پر دغو پروژو ۱۴ ميلونه افغانۍ لګښت راځي، چي د ولسي تړون د ملي پروګرام لخوا ورکول کیږي.
په سويل کي د ولسي تړون د ملي پروګرام د اړيکو مسوول عطا محمد هيله مند وایي، چي د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ګڼو خلګو ته د څښاک د پاکو اوبو زمينه برابره سي.