خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د مجیب الرحمان په غیرحاضري کي پنجاب لوبه بایلل

د هند په IPL کینګز ايلېون پنجاب د مجیب په نه موجودیت کي مهمه لوبه بایلل.
د هندوستان په پرېمييرلیګ کي ۱۸مه لوبه د چینای سوپرکینګز او ايلېون پنجاب تر مینځ وه، چي د (۲۲) منډو په توپير چینای لوبغاړو وګټل.
په لوبه کي اول بېټینګ چینای لوبغاړو وکی او په شل آوره کې د ۳ ویکیټو په بایللو سره پنجاب ته (۱۶۱) هدف ورکئ.
د دوی په لوبغاړو کي (پاپو ډوپلېسیس ۵۴) منډي وکړلې او د پنجاب په بالرانو کي (اشوین) ۳ ویکیټه واخیستل.
کله چي د پنجاب لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې پوره نه کئ، ځکه دوی په شل آوره کي د (۵) ویکیټو په بایللو سره (۱۳۸) منډي وکړلې او لوبه ئې د (۲۲) منډو په توپير په داسي حال کي بایلل، چي افغانی لوبغاړی مجیب الرحمان ئې په لوبه کي نه وو اخیستی.
د یادوني وړ ده، چي د پنجاب په بېټسمینانو کي (سرفراز خان ۶۷ او لوکېش راهول ۵۵) منډي وکړلې.