بارسلونا د هسپانيې لالیګا ۹۰٪ ګټلې ده
د هسپانیې په لالیګا کي بارسلونا د اتلاتیکو ماډریډ څخه لوبه وګټل.
دا لوبه چي د لالیګا د دې فصل د ګټلو له پاره ډېره مهمه لوبه وه، بارسلونا خپل په کورني سټودیوم (کېمپ نو) کي ۲ پر صفر وګټل او د جدول په اول مقام کي ئې د نمرو توپیر د دوهم مقام اتلاتیکو سره (۱۱) نمرې سو، ځکه بارسلونا اوس په اول مقام کي (۷۳) او اتلاتیکو (۶۲) نمرې لري.
د دې لوبي د شروع په (۲۸مه) دقیقه کي د اتلاتیکو (ډیاګو کوسټا) رېفري ته د توهین په خاطر د لوبي و ایستل سو او د اتلاتیکو لوبغاړو په لسو کسانو تر آخیرو دقیقو دفاع وکړه، چي ګول و نه خوري، خو په (۸۵یمه) دقیقه کي د بارسلونا یوروګوايي لوبغاړي (لوویس سواریز) ډېر ښه ګول ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
تر ده یوه دقیقه وروسته د بارسلونا (لیونل مېسي) هم یو ښه ګول اتلاتیکو ته ورکی او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه د بارسلونا په ګټه د (۹۲۴۵۳) مینه والو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي لیونل مېسي اوس په لالیګا کي (۳۳) ګوله لري، چي په دې سره د اروپا د سرو زرو بوټ ګټلو تر ټولو ډېر چانس لري.