د کندهار- روزګان لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه سوه.
امنیتي چارواکي وایي د کندهار-روزګان لويه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه سوه
د کندهار امنیه قومندان تادين خان وایي، چې دغه لویه لار د افغان ګډو مځکنیو او هوائي ځواکونو د عملياتو په پايله کي په بشپړه توګه خلاصه سوې ده.
د تادين خان په وینا د لاري د امنیت لپاره د ملي اردو دوې قرارګاوي هم ځای پر ځای سوي دي.
تېره اوونۍ د کندهار-روزګان د لویې لاري د خلاصون په موخه پوځي عمليات راپیل سول، چي د چارواکو په خبره تېره ورځ پایته ورسېدل.
د کندهار-روزګان لويه لار د خلاصون لپاره تر دې وړاندي هم پوځي عمليات ترسره سوې وو، چي محسوسېدونکي پايله يې نه وه ورکړې.