په کندهار، زابل او روزګان کي شل وسله وال وژل سوي دي.

په کندهار، زابل او روزګان کي شل وسله وال وژل سوي دي.
وسله وال د افغان پوځ په هوائي بريدونو کې د کندهار د شاولیکوټ د اردو بلاغ، د زابل په شاجوۍ، شينکۍ او د روزګان په چورې ولسوالیو کي وژل سوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عيسی وایي، چي د ملي اردو د ځواکونو په ترسره سوو عملياتو کي دوه نور وسله وال ټپيان سوي او د هغوی ۸ پټنځایونه هم له منځه وړل سوي.
عيسی عملياتو کي د افغان پوځ د تلفاتو يادونه ونه کړه.
طالب وسله والو هم تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.