په هلمند کې د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره بازار جوړيږي

په هلمند کې د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره بازار جوړيږي
د هلمند د ښځو چارو مرستياله فرشته افغان وایي، چي دغه بازار د ولایتي ادارې په مرسته د هلمند په مرکز لښکرګا کي د ښځو د لاسي صنعت د ودي په موخه جوړيږي.
مېرمن افغان وایي، چې په نژدې راتلونکي کي به ددغه بازار پرانيستنه وسي.
هلمندۍ مېرمنو هم په وار-وار ویلي، چي د لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار دغه ولایت کي شتون نه لري.