چېلسي د پرېمييرلیګ درېیم مقام ته پورته سول.

د انګلستان په پرېمييرلیګ کي چېلسي د وېسټ هام یونایټيډ سره لوبه درلودل، چي ۲ پر صفر ئې وګټل او په دې سره د (۶۶) نمرو په درلودلو سره د پرېمييرلیګ د جدول د پینځم مقام څخه درېیم ته پورته سول.
دا لوبه چي د چېلسي په (سټېمپرډ برېج) سټوډیوم کي وه، په (۲۴مه) دقیقه کي د دوی بلجیمي لوبغاړي (اېډيين هازارډ) یو ډېر جالبه ګول وېسټهام ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
اوله نیمایي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو د دوهمي نیمايي تر اخیرو دقیقو هم بل ګول و نه لګېدی اما په (۹۰یمه) دقیقه کي یو وار بیا هازارډ یو ښه ګول وېسټهام ته ورکی او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه د (۴۰۵۳۷) مینه والو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي د هر لیګ ټاپ ۳ لوبډلي چمپېنزلیګ ته په اتومات ډول وزي.