ډیاګو کوسټا د ۸ لوبو څخه محرومه سو..
د اتلاتیکو ماډریډ فارورډ یا حمله لوبغاړی (ډیاګو کوسټا) د بارسلونا او اتلاتیکو ماډریډ په لوبه کي رېفري ته د توهین یا ښکنځلو په خاطر د (۸) لوبو څخه محروم سو. چي دا په (۲۱مه) پېړۍ کي د هسپانيې د فوټبال دوهم لوی قید دئ، چي پر یوه لوبغاړي راوزي.
د کوسټا څخه دمخه په (۲۰۰۸،۰۹) فصل کي د ریال (پېپې) د (خاوي کاسکوېرو) سره پول کړی وو، چي هغه د لسو لوبو څخه محرومه سوی وو، چي په دې سره پېپې د هسپانوي فوټبال د یوویشتمي پېړۍ تر ټولو زیات محروم سوی لوبغاړی دئ، خو د هسپانوي فوټبال په عمومي تاریخ کي (خاکوي کورټیزو) د (اېنریک کولار) پښه ور ماته کړې وه وچي په دې سره هغه د (۲۴) لوبو څخه محروم سوی وو او په اول مقام کي ځای لري.
د یادوني وړ ده، چي ډیاګو کوسټا د لالیګا د دې فصل پاته ټولي لوبي د دې محرومیت په خاطر نه سي کولای.