خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ممبی اینډیينز د پولارډ په زور لوبه وګټل.

په IPL کي ۲۴مه لوبه د کینګز ایلېون پنجاب او ممبی اینډیینز تر مینځ وه، چي د ۳ ویکیټو په توپير ممبی اینډینز د پولارډ په (۸۳) منډو وګټل.
په دې لوبه کي اول بېټینګ پنجاب وکی او په شل آوره کې ممبی ته (۱۹۸) هدف د ۴ ویکیټو په بایللو سره ورکی، د دوی په لوبغاړو کي (لوکېش راهول ۱۰۰ او کریس ګېل ۶۳) منډي وکړلې.
کله چي ممبی لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ډېر ورته سخت وو، اما کله چي پولارډ لوبي ته راغلی، نو په (۳۱) باله ئې (۸۳) منډي وکړلې او خپلي لوبډلي ته ئې ناممکنه لوبه ور وګټل، نو ځکه د لوبي غوره لوبغاړی هم و ټاکل سو.
د یادوني وړ ده، چي په دې لوبه کي وېسټ اینډیزی پولارډ د اول وار له پاره د ممبی کفتان هم وو.