خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانستان ته د امریکا د مرکزي استخباراتو د ریسي سفر

وحید فقیري

د متحده ایالاتو د استخباراتو ریسه، مېرمن جینا هاسپیل، پدې هفته کي افغانستان ته سفر کړی وو، او هلته يې پر دې بحث کړی دی چي څرنګه په افغانستان کي د امریکا اوسني استخباراتي فعالیتونه روان وساتي، او که ممکنه وي نور يې هم پراخ کړي. پدې لنډ سفر کي، مېرمن جینا هاسپیل د اشرف غني او معصوم ستانکزي سره هم کتلي دي.

د سي این این تیلویزیون د اپریل پر ۱۱ لیکي په افغانستان کي د امریکا استخبارات د متحده ایالاتو د نظامي حضور سره اورګانیکه رابطه لري. ځکه که چیري امریکا خپل عسکر له افغانستانه راوباسي، (سي ای ې) به څرنګه خپل موجودیت وساتي. مېرمن جینا هاسپیل د امریکا کانګرس ته وویلي ول چي که چیري د طالبانو سره د سولي موافقه وسي، په افغانستان کي به د «نظارت» پراخ او قوي نظام ته اړتیا وي. سي این این وايي که څه هم مېرمن هاسپیل د طالبانو سره په خبرو کي برخه نه لري، خو د خلیلزاد د سولي کوښښونه يې ډېر جدي بللي دي.

نیویارک ټایمز: طالبانو د الفتح پسرلني عملیات اعلام کړل

طالبانو په داسي وخت کي پسرلني عملیات اعلام کړل چي ملګرو ملتونو پر ۱۵ طالب مشرانو باندي پدې منظور د سفر بندیزونه لیري کړل، څو د هغوی لپاره د سفر اسانتیاوي برابري سي. تېره میاشت د کابل حکومت هم پسرلني عملیات اعلام کړل.

نیویارک ټایمز د اپریل پر ۱۲ لیکي چي خلیلزاد قریب یوه هفته په کابل کي تېره کړه، او هلته يې افغان مشران دېته هڅول چي د قطر د بل هفتې د ستر مجلس مخکي یو متحد او همه شموله افغان ټیم منظم کاندي. خو د افغان سیاستوالو تر مینځ بې اعتمادي زیاته سوې ده. ډاکټر عبدالله تهدید کړی چي د بلي میاشتي ستره ناسته به بایکاټ‌ کړي، ځکه اشرف غني غواړي چي د ځان په ګټه ترې کمپایني استفاده وکړي.

اخبار لیکي ټاکل سوې ده چي بله هفته به یو ستر افغان هیات په قطر کي د طالبانو سره وګوري.

نیویارک ټایمز لیکي امریکايي چارواکو هڅه کوله چي پر طالب مشرانو باندي د ملګرو ملتونو د سفر بندیزونه لیري کړي، خو دا لا معلومه نده چي امریکا به د دې امتیاز ورکولو په بدل کي له طالبانو څخه څه تر لاسه کړي. له ډېر وخت راهیسي طالبانو غوښتل چي پر مشرانو باندي يې د سفر بندیزونه ایسته سي.